محترم محمود کرزي له ولسي جرګې څخه د ۱۵۴ تاييد رایو په تر لاسه کولو سره د ښار جوړولو او ځمکو وزیر وټاکل شو
![کابل - افغانستان](/sites/default/files/2020-11/584a6095.jpg)
محترم محمود کرزي د ملي شورا غړیو ته د ځمکوالۍ او عصري ښار جوړولو په برخه کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د موخو، فعالیتونو او لرلید اړوند، له هر اړخیزو او ځانګړو کاري برنامو وړاندې کولو وروسته د تاييد رایه تر لاسه کړه او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وزیر په توګه بریالی شو.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت رهبري د جلالمتمآب جمهور رئیس محمد اشرف غني له دې باور څخه مننه کوي چې محترم محمود کرزی یې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وزیر په توګه غوره کړ او د افغانستان جمهوري ریاست عالي مقام ته ژمنه ورکوي چې د حکومت مشرتابه باور خوندي ساتلو سره به په رښتینې توګه د ګران هېواد پرمختګ او د ملت عامه هوساینې لپاره ګام پورته کوي او دا ستره دنده به په بشپړې امانتدارۍ سره د مرام تر پوړه رسوي.
ورته مهال، د ښار جوړولو او ځمکو وزیر محترم محمود کرزی د ولسي جرګې پتمنو استازیو له باور رایو ورکولو په مننې، د ملت کور ته ژمنه ورکوي چې د افغانانو درنو استازیو اعتبار خوندي ساتلو سره به ټولو وړاندې شویو برنامو ته د عمل جامه اغوندي او د دې وزارت موخو او د کاري برنامو د ښهوالي او لا انسجام په برخه کې به د ولسي جرګې له نیکو او مسلکي مشورو څخه د هېواد په ابادۍ کې ستره ګټه پورته کړي.