محترم محمد جواد پیکار: د ننګرهار د ټولو پراختیايی پروژو چارې دې چټکې شي

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۸/۱۱ - ۱۲:۲۱
ننگرهار

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محترم محمد جواد پیکار د ننګرهار والي محترم شاه محمود میاخېل سره په لیدنه کې په یاد ولایت کې د روانو پروژو د تطبیق د لړۍ ارزونه وکړه.

په لومړي سر کې د ننګرهار والي په دغه ولایت کې ښوونکیو لپاره د بحرآباد، د قاسم آباد کډوالو، د کامې د ښوونکیو، په کوټ او بټي کوټ ولسوالیو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدو سرتېرو کورنیو، د شهید زړور ذاهد ښارګوټیو ژر تطبیق او د قاسم آباد او بحرآباد ښارګوټو انکشافي پلانونو ترتیب، جلال آباد ښار لپاره د ساساکي پلان او د تورخم وچې بندر په اړه د ترسره شویو فعالیتونو په تړاو د رپوټ په ورکولو سره د کارونو د چټکتیا غوښتنه وکړه.

ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر وویل، د یادو ښارګوټو له ډلې د څلورو هغو تفصیلي پلانونه تر تخنیکي ارزونې وروسته منظور شوي او ترڅنګ یې د نورو انکشافي پروژو د چارو چټکتیا په تړاو لازمې لارښوونې وکړې.

محترم محمد جواد پیکار وویل، ښوونکیو لپاره د بحرآباد ښارګوټي د ځمکې د انتقال چارې بشپړې شوي او اړوندې ادارې ته تر سپارل کېدو وروسته به د هغه د وېش لړۍ پیل شي.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر همدا رنګه زیاته کړه چې کډوالو لپاره د قاسم آباد ښارګوټي تفصیلي پلان منظور شوی او د ننګرهار د ښار جوړولو او ځمکو ریاست ته یې هم دنده وسپارله چې د دغه ښارګوټي د عملي کار تر پیل پورې د هغه ځمکې حفظ کړي.

محترم محمد جواد پیکار وویل، د یاد ښارګوټي عملي چارې به د هند د ۳۰ مېلیونه ډالرو په مالي مرسته ډېر ژر پیل شي.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر اړوندو برخو ته لارښوونه وکړه چې په ۳۰۰ جریبه دولتي ځمکه باندې دې د کامې ولسوالۍ د ښوونکیو ښارګوټي لپاره ژر تر ژره تفصیلي پلان چمتو کړي او د ځمکې انتقال وړاندیز دې هم کابینې ته وړاندې کړي.

محترم محمد جواد پیکار وویل، په کوټ او بټي کوټ ولسوالیو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدو سرتېرو کورنیو لپاره د دوو ښارګوټو د سروې چارې ترسره شي.

نوموړي همدا راز د ننګرهار ولايت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست ته سپارښتنه وکړه چې د بحرآباد او قاسم آباد ښارګوټو انکشافي پلانونه وروستي کړي او د منظورۍ لپاره دې مرکز ته راولیږي.

محترم محمد جواد پیکار پر ۱۰۰ جریبه ځمکه د شهید زړور ذاهد ښارګوټي په اړه د ځمکو انتقال ریاست ته دنده وسپارله چې د هغه د انتقال وړاندیز دې کابینې ته وړاندې کړي.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر وویل، د جلالتمآب جمهور رئیس له لارښوونې سره سم د جلال آباد ښار لپاره د ساساکي پلان د جوړولو چارې روانې دي او اړوندې کمېټې ته یې هم دنده وسپارله چې د ننګرهار والي او نورو غړیو سره په ګډه د هغه پر پاتې برخو کار وکړي.

محترم محمد جواد پیکار په پای کې وویل، د تورخم په وړه ډکه سیمه کې د وچې بندر ډیزاین چارې دې د یاد وزارت د ښاري پلانونو طرحې عمومي ریاست له خوا جوړ او اړوندو ادارو سره په ګډه د هغه پاتې چارې پر مخ یوړل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۲:۴۴
Background image

د لوګر ولایت محمد اغې صنعتي پارک لپاره تفصیلي پلان تائید او د تطبیق لپاره وسپارل شو

۱۴۴۷/۹/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې، د لوګر ولایت د محمد اغې د صنعتي پارک لپاره جوړ شوی تفصیلي پلان تائید او لاسلیک کړ.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۳۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د کوتل تخت صنعتي پارک لپاره تفصیلي پلان چمتو او تر هر اړخیزو ارزونو وروسته تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۷/۹/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې، د میدان وردګ ولایت د کوتل تخت اړوند د صنعتي پارک لپاره جوړ شوی تفصیلي پلان تائید. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۲۳
Background image

د غزني ښار د ارزاقو سوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۹/۲۲

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري، د غزني ښار د ارزاقو سوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره کړه.

دغه چاره د کور او ښار. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت