د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د عامه شنو ساحو له وضعیت څخه څارنه ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۲۴
دولسمه ناحیه

۱۴۴۸/۱/۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د خپلو دوامداره څارنیزو پروګرامونو په لړ کې د کابل ښار په دولسمه ناحیه (احمد شاه بابا مینې) کې د عامه شنو او عام‌المنفعه ساحاتو څخه ساحوي څارنه او ارزونه ترسره کړه.

د منظور شوو ښاري پلانونو له مخې، په دغو شنو ساحو کې د محدودو اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو لپاره وړې فضاوې لکه کانټینونه او نور اړوند تأسیسات په پام کې نیول شوي دي.

 خو د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې په یو شمېر برخو کې د رستورانتونو، خوراکه ‌پلورونکو، سوپرمارکېټونو او ورته سوداګریزو تأسیساتو جوړونې او ودانیز کارونه د منظور شوو ښاري پلانونو خلاف ترسره شوي او یا روان دي.

ټاکل شوې ده چې یاده موضوع به له تخنیکي پلوه په بشپړ ډول وڅېړل شي، ترڅو د منظور شوو پلانونو سره د مطابقت له تثبیت وروسته، د نافذه قوانینو له مخې لازم قانوني اقدامات ترسره شي.

د دغو څارنو موخه د ښاري پلانونو سم تطبیق، د غیرمعیاري ودانیزې پراختیا مخنیوی، د ښاري نظم ټینګښت، او د ښار د عامه حقوقو ساتنه ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۲۴
Background image

د جوزجان ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د جوزجان ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او په رسمي ډول. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۱۹
Background image

د پکتیا ولایت د مهاجرینو ښارګوټي په اصلاحي پلان کې ۹۵۵ نوې استوګنیزې نمرې اضافه شوې

۱۴۴۸/۱/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د پکتیا ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او لاسلیک شو.

یاد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ودانیزو پروژو له روانو چارو څارنه ترسره شوه

1448/1/4

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ودانیزو پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د خپلو دوامداره څارنیزو فعالیتونو په لړ کې، د کابل. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت