فراه کې د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي پلان ترتیب شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
فراه

۱۴۴۷/۰۲/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ ای ‌ایس ریاست محترم رئیس انجنیر الحافظ محمد یوسف لطیف وایي، چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د فراه ولایت د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي پلان ترتیب او چمتو کړی دی.

ښاغلي انجنیر لطیف وویل، یاد ښارګوټی د فراه ولایت د شیبکوه ولسوالۍ په محدوده کې، په ۵۰۲۸ جریب ځمکه کې جوړېږي، چې د پلان له مخې، په ښارګوټي کې به ۲۲۳۲ استوګنیزې نمرې طرحه شي چې شاوخوا ۲۲ زره او ۳۲۰ کسانو ته به د استوګنې زمینه برابره کړي.

د نوموړي په خبره، د دې پلان ترتیب د وزارت د ښاري پراختیا او منظمو استوګنیزو سیمو د رامنځته کولو په موخه یو مهم ګام بلل کېږي، چې تمه ده، د  بېرته راستنو شویو کورنیو د سرپناه اړتیاوې په معیاري ډول پوره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۴۰
Background image

د تمیم انصار صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت په بتخاک سیمه کې د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان لاسلیک او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت