غزني کې د دوه تعلیمي پروژو رغنیزې چارې دوام لري
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د غزني ولایت په واغظ ولسوالۍ کې د قلعه محمد شپږ صنفي ښوونځي رغنیزې چارې ۳۰ سلنه او د دې ولایت په ناهور ولسوالۍ کې د شهید حسن شاه ښوونځي رغنیزې چارې ۱۷ سلنه بشپړې کړې دي.
د قلعه محمد شپږ صنفي ښوونځی په ۹۳۶ متر مربع ځمکه کې په یو پوړ د ۱۸ میلیونه افغانیو او همداراز د شهید حسن شاه ښوونځی په ۷۳۳ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۲۸ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.
د هېواد په کچه د ښوونځیو جوړولو د ښارجوړولو او ځمکو وزارت یو مهم کاري لومړیتوب دی او ټاکل شوې دا وزارت د خصوصي سکټور په همکارۍ د ولایاتونو په کچه د مخکې جوړو شویو ښوونځیو رغنیزې چارې چټکې کړي.
###