سمنګان ولایت کې د یوه موزیم او یوه مسجد شریف مهندسي نقشه طرحه او ډیزاین شوه
1444/12/28
د سمنګان ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي محمد امین نوري او اړوندو انجنیرانو د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ په انګړ کې د یوه باب مسجد شریف مهندسي نقشه طرحه او ډیزاین کړه.
دغه راز د دې ولایت د مستوفیت لپاره د یوه ګدام او د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د یوه موزیم د انګړ جوړولو مهندسي نقشې هم ترتیب او لومړنی براورد یې ترسره شو.
یادې نقشې د حجم ارزونې، اندازې، ځانګړنې، د موادو محاسبې او جوړونې له مخې په معیاري ډول جوړې شوي دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د دولتي ادارو په غوښتنه د تعمیرونو نقشې چمتو کوي او بیا یي اړوندو ادارو ته بېرته په اختیار کې ورکوي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.