سمنګان ولایت کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څار پیل شو

۱۴۴۶/۰۶/۳۰
د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په سمنګان ولایت کې د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له محترم رئیس مولوي محمد امین نوري په لارښوونه د ښاري تخلفاتو د مخنیوي هڅې پیل کړې.
ښاغلی مولوي حقاني وایي، په دغه پیل شوو تازه هڅو کې به په یاد ولایت کې ښاري تخلفات په ګوته او د مخنیوي لپاره یې د اړوندو ادارو په همکارۍ او همغږۍ لاس په کار شي.
نوموړی وایي، سمنګان ولایت کې یې د ښاري سرغړونو د مخنیوي ولایتي مدیریت چارې هم ارزولي دي.
هغه زیاته کړه، دغه راز یې د ایبک ښار اوه (۷) تفصیلي پلانونه کتلي او له مخې یې هڅې پیل شوي دي.
د معلوماتو له مخې، سمنګان اوه (۷) ولسوالۍ لري، چې پنځه هغه یې دره صوف پائین، دره صوف بالا، خُلم، حضرت سلطان او روی دو آب ولسوالۍ یې تفصیلي پلانونه لري او پاتې دوه نورې ولسوالیو ته به یې په نږدې راتلونکي کې جوړ شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي چې د هېواد په کچه ټولو ولسوالیو لپاره تفصیلي پلانونه جوړ کړي، تر څو د غیر پلانې ودې او پراختیا مخنیوی وشي.