په غزني کې د سړکونو د جوړیدو له چارو څارنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۲:۱۷
غزنی

۱۴۴۶/۱۰/۱۹

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم  د غزني ښار د خواجه حکیم صاحب، د خشک او احمدالله کلي د مدرسي د سړک د جوړیدو له چارو څارنه تر سره کړه.

ښاغلي مولوي متقي وویل، د خواجه حیکم صاحب سړک (۶۷۰) متره، د خشک سړک (۶۵۰) متره او د احمدالله د کلي د مدرسې سړک (۶۵۰) متره په پاخه او اساسي شکل جوړیږي.

د نوموړي په خبره، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته د کارونو د لا ښه کیفیت په موخه لازمې سپارښتنې وشوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۱۹
Background image

د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د ښاري تأسیساتو او ښاري نظم له وضعیت څخه ساحوي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست اړوند، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند ساحه کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۴:۴۴
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ، د کابل ښار د ماسټر پلان د بیاکتنې په موخه د اړوندو وزارتونو او ادارو ترمنځ ګډه تخنیکي ناسته وشوه

۱۴۴۸/۱/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري معین مولوي محمد رباني ناصح په مشرۍ، د کابل ښار د ماسټر پلان د بیاکتنې، د ښاري پراختیا د اړتیاوو د ارزونې او د اړوندو وزارتونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۴:۳۰
Background image

د لوګر ولایت په ویدخ سیمه کې د باربري موټرو د تم‌ځای د جوړېدو له چارو څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۸

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي او انجینري ټیم د مرکز اړوند د ویدخ په سیمه کې پر ۲۰۰ جریبه امارتي ځمکه د باربري موټرو د تم‌ځای د جوړېدو له روانو چارو څخه تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت