سرپل ولایت کې څو نمرې تعدیل شوې
۱۴۴۵/۱۱/۲۶
سرپل ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد نور نوراني وایي، تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د هغه هستوګنیزو نمرو سکېچ او کروکي ترسره کړه، چې سوداګریزو نمرو ته تعدیل شوي دي.
د ښاغلي مولوي نوراني په خبره، د یادو نمرو شمېر پنځه دی چې د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې موقعیت لري.
یاده چاره د سانچارک ولسوالۍ د محترمې ښاروالۍ په غوښتنه ترسره شوې ده.
د کور او ښار جوړولو وزارت د اړتیا له مخې، هستوګنیزې نمرې پر سوداګریزو تعدیل کوي او د مسلکي ټیم لخوا یې سکېچ او کروکي ترسره کېږي.