د کور او ښار جوړولو وزیر  په کابل کې د چین هېواد له سفیر سره وکتل

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۱۶:۲۰
picture

۱۴۴۵/۱۱/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، په کابل کې د چین هېواد سفیر محترم ژاو شینګ سره وکتل او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې وکړې.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني د چین سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانستان سره د دغه هېواد له مرستو او همکارۍ مننه وکړه.

سرپرست وزیر، په کابل کې د نیله باغ پروژې چې د چین هېواد په بلا عوضه مرسته جوړېږي، د وضعیت او د چارو پرمختګ په اړه خبرې معلومات وړاندې کړل او د یادې پروژې د ټولییزې بشپړتیا د څرنګوالي په اړه یې خبرې وکړې.

ښاغلي نعماني وویل، د هغه لس زره واحده کورونو له جملې چې څوارلس سوه یې د کابل په نیله باغ پروژه کې جوړېږي، تمه لري چې پاتې هغه یې د نوي کابل ښار په پروژه کې جوړ او یاده پروژه سرته ورسېږي.

نوموړي وویل، دا چاره او د افغانستان په نورو برخو کې د چین هېواد مرستې او پانګونه د دواړو هېوادونو چین او افغانستان ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتیا لامل کېږي.

د ناستې په دوام، ښاغلي شیخ حمدالله نعماني له چینایي لوري غوښتنه وکړه، چې د نوي کابل ښار په پروژه کې د پانګونې په موخه دې چینایي پانګوال وهڅوي.

ورپسې، کابل کې د چین سفیر ښاغلي ژاو شینګ وویل، د نیله باغ هستوګنیزې پروژې د چارو کیفیت او چټکتیا په موخه یې له اړوند شرکت سره خبرې کړي او تمه لري چې چارې به یې په خپل وخت سرته ورسېږي.

نوموړي یاده پروژه ارژښتمنه وبلله او یادونه یې وکړه چې د پاتې برخو د عملي کېدا په پار به خپلې هڅې وکړي.

هغه تمه وښوده، چې له چینایي پانګوالو سره د نوي کابل ښار د معلوماتو تر شریکېدا وروسته به چینایي پانګوال په یاده پروژه کې پانګونې ته لېوالتیا پیدا کړي.

ښاغلي سفیر ډاډ څرګند کړ چې افغانستان کې د ځینو پروژو په بشپړوالي سره به د پانګونې کچه نوره هم لوړه او د دواړو هېوادونو د ښې راتلونکې پیلامه به وګرځي.

د ناستې په پای کې دواړو لوریو په راتلونکي کې هم د ورته ناستو او د پراختیایي پروژو پر عملي کولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۱۵
Background image

په هرات ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۵

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د تورغونډۍ ګمرک د مسجد شریف د ودانیزو چارو څخه څارنه وکړه.

ښاغلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په میدان وردک کې د سید آباد ولسوالۍ د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۵

د میدان وردک ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سید آباد ولسوالۍ د مسجد شریف د ودانیزو چارو څخه څارنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۳۵
Background image

په غزني ولایت کې د عامې روغتیا ریاست د احاطې دیوال له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۵

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د عامې روغتیا ریاست د احاطې د دیوال او سایبان د جوړولو له پروژې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ اونی 3 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت