د کور او ښار جوړولو وزارت مرستیال د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې سره وکتل

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۵:۵۶
picture

۱۴۴۵/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني، په نړیوال امنیت او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له اغلې مرستیالې مېرمن روزمري دیکارلو، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي مرستیال ښاغلي مارکس پوتزل او مل هیئت سره وکتل.

اغلې روزمري دیکارلو او ورسره هیئت لومړی د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د وروستیو اورښتونو او سیلابونو له امله د اوښتو مالي او ځاني زیانونو په تړاو خواخوږي ښکاره کړه.

دواړو لوریو په افغانستان کې د روان وضعیت او راتلونکو پراختیایي چارو په تړاو خبرې وکړې.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني وویل، افغانستان کې ځینې پراختیایي پروژې د تېرې ادارې په مهال د یو شمېر مرستندویو هېوادونو او نړیوال بانک له لوري په نیمه کاره حالت کې پاتې شوي، چې ایجاب د دې کوي ترڅو بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نوموړي له راغلي پلاوي غوښتنه وکړه چې د دغه پروژو د بشپړوالي برخه کې مرستندویو هېوادونو او نړیوال بانک ته سپارښتنه وکړي.

محترم شیخ مدار علي کریمي بامیاني وایي، راغلي پلاوي ته یې وویل، اوسمهال افغانستان کې سرتاسري امنیت حاکم دی، د مینې او ورورګلوۍ فضاء حاکمه ده چې د افغانستان ټول ولسونه په کې خوندي دي او خلکو د ارام ساه اخیستې ده.

ښاغلي بامیاني ویلي، نړۍ باید له اسلامي امارت سره تعامل ولري او ملګري ملتونه دې دغه برخه کې بې درېغه هڅې وکړي.

په نړیوال امنیت او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي اغلې مرستیالې مېرمن روزمري دیکارلو ویلي، د دوحې راتلونکې ناسته کې به په افغانستان کې د نیمګړو پراختیایي پروژو د بشپړېدا او ګټې اخیستنې په اړه اړوندو هېوادونو او نړیوال بانک ته یادونه وکړي.

د معلوماتو له مخې، مېرمن دیکارلو هوډ څرګند کړی چې په دغه ناسته کې د بحث شوو موضوعاتو په اړه به د دوحې په راتلونکې ناسته کې یادونه کوي او د حل برخه کې به یې هڅې کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۲۵
Background image

د وردګ پوهنتون د زراعت پوهنځي له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۹

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري ټاکل شوي تخنیکي ټیم د وردګ پوهنتون د زراعت پوهنځي له رغنیزو چارو څارنه ترسره کړه.

د څارنې په ترڅ کې څرګنده شوه چې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۱:۳۶
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست د تخنیکي او عامه پوهاوي ټیمونو له لوري، د دوامدارو څارنو په لړ کې د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۳۸
Background image

د میدان وردګ ولایت کې د سردار محمد داود خان او توسعوي ښارګوټو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۹

د ښاري نظم د تأمین او د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه، د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې تخنیکي ټیم له لوري، د سردار محمد داود. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت