د غزني ولایت د آب بند ولسوالۍ د مسجد شریف له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۱/۱۰
د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د آب بند ولسوالۍ د مسجد شریف د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.
د څارنې پر مهال د پروژې بېلابېلې ودانیزې چارې د منظور شوې نقشې او تخنیکي معیارونو سره سم په منظم ډول روانې وې.
همدارنګه د کار بهیر په عمومي توګه د قناعت وړ و او چارې په ټاکلي مسیر پر مخ روانې دي.
په ورته وخت کې قراردادي شرکت ته لازمې لارښوونې وشوې، څو پاتې چارې د منظور شوې نقشې او تخنیکي معیارونو سره سم او په ټاکلي وخت بشپړې کړي.
د مسجد شریف ودانیزه پروژه د سیمې د اوسېدونکو د دیني اړتیاوو د پوره کولو په موخه پلې کېږي، چې د کار د کیفیت د تضمین لپاره یې د اړوندو تخنیکي ټیمونو له لوري دوامداره څارنه ترسره کېږي.
