په قلعه نجارا کې د ساختماني چارو د قانوني وضعیت ارزونه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۴۲
قلعه نجارا

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د قلعه نجارا څلورلارې، د حضرت علي (رض) جومات شاوخوا او فرعي کوڅو کې د روانو ساختماني چارو له بهیر څخه د کاري پلان له مخې څارنه او ارزونه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال هغه ودانیزې چارې وڅېړل شوې چې د نافذه قوانینو، منظور شوو ښاري پلانونو او یا د ګاونډیانو د حریم د نقض احتمالي نښې پکې موجودې وې؛ په ځانګړي ډول د غیرقانوني کړکیو او د ګاونډیانو د حریم اړوند موارد وکتل شول.

له هغو ودانیو د مالکانو څخه هم وغوښتل شول چې رسمي اسناد، جوازونه او اړوند مدارک یې نه وو وړاندې کړي، خپل اسناد د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست ته وسپاري.

د دې څارنې موخه د منظور شوو ښاري پلانونو له مخې د ودانیو د جوړولو ډاډ، د بې‌ ځایه تراکم او ښاري بې ‌نظمۍ مخنیوی، د ګاونډیانو د حریم او حقونو ساتنه او د ساختماني چارو د کیفیت لوړول دي.

د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونه به د یاد ریاست د رئیس په هدایت، د کاري پلان له مخې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې خپلو منظمې او هدفمندې څارنې ته دوام ورکړي او د هر ډول سرغړونې د تثبیت په صورت کې به د نافذه قوانینو له مخې لازم اقدامات ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت