د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د تفتیش عالي ادارې د قوانینو د برخې د رعایت کولو  له مسؤلینو سره وکتل

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۱۵:۶
انڅور

1444/05/12

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني  په خپل کاري دفتر کې د تفتیش عالي ادارې د قوانینو  د برخې له مسؤلینو سره وکتل او د دې وزارت د چارو د لا ښه والي په موخه یې خبرې وکړې او نظرونه یې شریک کړل.

د تفتیش عالي ادارې د قوانینو د برخې مسؤلینو د کور او ښار جوړولو وزارت  له هر اړخیزې همکارۍ مننه وکړه او زیاته کړه چې  د کور او ښار جوړولو وزارت د دوی استعلامونو ته په موقع ځواب ور کړی او لازم امکانات یې ورته برابر کړي دي.

دوی خپلې موندلې ستونزې د محترم سر پرست وزیر مولوي حمدالله نعماني سره شریکې کړې او په قراردادونو کې د ځینو شته ستونزو او نواقصو  چې (1400 )کال کې موجود و، په له منځه وړلو کې  یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د کور او ښار جوړولو محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د تفتیش د عالي ادارې د قوانینو د برخې مسؤلینو لخوا د دې وزارت د ځینو برخو د تفتیش څخه مننه وکړه او زیاته کړه یاد وزارت د کارونو د لا ښه والي په موخه، په اداراتو کې د روڼتیا، د بیت المال د حیف میل کیدو د مخنیوي او د قوانینو د ښه رعایت کیدو په موخه د تفتیش د عالي ادارې سره په بشپړه توګه همکاري کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۱
Background image

کابل ښار کې د اماراتو ښارګوټي د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامداره تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار په ۱۵مه ناحیه کې د اماراتو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۵
Background image

د نیمروز ولایت زرنج ښار کې  د ښاري سرغړنو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست، د تخنیکي ټیم له لوري، د دوامداره څارنو په لړ کې د زرنج ښار د اول او پنځم پلان ساحو کې د ودانیزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۱۹
Background image

کابل ښار کې د پخوانیو  ساحو د تاریخي اصالت ساتنه، د ښاري منظرې همغږي او د فرهنګي هویت خوندیتوب په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د پخوانیو ښارونو د ساتنې ریاست، چې د تاریخي آبداتو او فرهنګي میراثونو د خوندیتوب مسؤلیت لري، د کابل ښار په تاریخي سیمو کې یې د ناهمغږو مداخلو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت