د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د (الصحابة فی افغانستان) کتاب مخکتنه کې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۱۴:۲
mudh

۱۴۴۶/۰۸/۰۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په کابل کې د (الصحابة فی افغانستان) کتاب مخکتنه کې برخه واخیسته او ارزښتناکه وینایې وکړه.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني، د کتاب موضوع مهمه وبلله او په کې یې د لا زیاتې هڅې کولو غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل، د مصروفیتونو سره سره یې چې د یاد کتاب مطالعه تر یو بریده وکړه، ورته معلومه شوه چې، باید لا زیات وضاحت په کې ورکړل شي.

د هغه په خبره، دا کتاب باید د افغانستان په مرجو ژبو ولیکل شي، ځکه په وینا یې ټول ورته اړتیا لري او د ټولو لپاره ویاړ دی.

د ښاغلي شیخ حمدالله نعماني د نورو خبرو ترڅنګ بله سپارښتنه دا وه چې، کتاب کې د پخوانیو نومونو ترڅنګ دې هماغه ځایونه د اوسنۍ جغرافیې او نوم په ډول هم ولیکل شي، تر څو لوستونکي ته لا زیات وضاحت ورکړل شي.

د معلوماتو له مخې، د (الصَّحَابَةُ في أفغانستان) کتاب د مفتي محمد شريف راشد تألیف دى چې، په (۱۴۴۵) هجري قمري کال د ازادۍ دولتي مطبعې له لوري د (۵۰۰) ټوکو په تیراژ، دوو بابونو او (۲۸۰) مخونو کې چاپ شوى دى.

په دغه تاریخي او معلوماتي کتاب کې د یو شمېر انبیاء کرامو ترڅنګ، د هغو (۲۴) جلیل القدره صحابه کرامو (رضي الله عنهم) ژوندلیکونه راټول شوي چې، د افغانستان پر خاوره یې مبارک قدمونه ایښي او د مبلغینو او فاتحینو په توګه دغه هېواد ته راغلي وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۵
Background image

د کابل ښار د ماسټر پلان او لویو زیربنايي پروژو په اړه د افغانستان او ازبکستان د پلاوو تر منځ په کور او ښار جوړولو وزارت کې خبرې وشوې

۱۴۴۸/۵/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري معین مولوي محمد رباني ناصح، د دغه وزارت له یو شمېر رئیسانو سره یوځای، د ازبکستان د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند دولتي انسټېټیوټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۳۳
Background image

د میوند واټ د پوست‌خانې ودانۍ له ساختماني پروژې څخه تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنټرول او کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د ساختماني او زیربنایي پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیم د دوامدارې ساحوي څارنې په لړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۵۹
Background image

په ارزګان کې د نظامي بندیانو لپاره د بلاک د جوړولو چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۶

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د دغه ولایت د زندان ریاست اړوند د نظامي بندیانو لپاره د یوه بلاک د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت