د کندهار پوهنتون د میلمستون له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۱/۱۲
د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین سعید وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د کندهار پوهنتون د میلمستون له ودانیزو چارو څارنه تر سره کړه.
ښاغلي مولوي سعید وویل، د دې پروژې د خشتکارۍ، د کالمونو د سیخ بندۍ او د تعمیر د کالمونو د قالبندۍ چارې روانې وې.
د نوموړي په خبره، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې تر څو چارې دنقشې مطابق په معیار برابرې تر سره کړي.