د کندهار استئناف څارنوالۍ د ودانۍ د ساختماني چارو څخه څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۴:۵۵
کندهار

۱۴۴۷/۱/۲۷

د کندهار ولایت  کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالممتین سعید وایی، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم په عینومېنه سیمه کې د استئناف څارنوالۍ د ودانۍ له روانو ساختماني چارو څخه څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي سعید وویل، یاد تعمیر د دوهم او لومړي پوړ د خونې د فرش (سنګ مرمر) کارونه بشپړ شوي، د تشنابونو کاشي ‌کاري ترسره شوې او د ودانۍ خارجي برخې پرایمر رنګمال شوي دي او همداراز، د سنګ مرمر د نصبولو چارې روانې دي.

د مولوي سعید په وینا، د څارنې پر مهال تخنیکي ټیم یو شمېر نیمګړتیاوې هم ثبت کړې؛ په ځانګړي ډول، د رنګمالۍ برخه کې د فیلینګ او ریګمال پروسه په ځینو برخو کې سم نه وه تطبیق شوې، سربېره پر دې، په ساحه کې د کاریګرو شمېر هم کم ښودل شوی.

د نوموړي په خبره، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه چې ټولې چارې باید د انجنیري نورمونو، نقشې، او قرارداد مطابق، په ټاکلي وخت کې بشپړې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۵۵
Background image

د نمیروز ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي لپاره اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د نیمروز ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

دا مهم ګام د یاد ولایت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۱۱
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د اړوند آمریت د هدایت او د دوامداره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۱:۳۰
Background image

د میدان وردګ ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي لپاره اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د میدان وردګ ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

دا مهم ګام د یاد ولایت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت