د کابل ښار د پنځم مکروریان د «B4» بلاک د بنسټ ډبره کېښودل شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۶:۲۴
مکروریان پنجم

۱۴۴۸/۳/۱۹

د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند د سولې استوګنیزې پروژې، چې د پنځم مکروریان په نوم هم پېژندل کېږي، د «B4» بلاک د بنسټ ډبرې اېښودلو مراسم ترسره شول.

په دغو مراسمو کې د ریاسة الوزراء اقتصادي معین الحاج ملا عبدالغني برادر، د ریاست‌الوزراء اداري معین الحاج مولوي عبدالسلام حنفي، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و.

د مراسمو په پیل کې د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني خبرې وکړې او ویې ویل، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په هېواد کې پراختیايي او بنسټیزو چارو چټکتیا موندلې او د هېواد د ابادۍ او رغونې لپاره زمینه برابره شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان د اسلامي امارت عاليقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة‌الله اخندزاده حفظه ‌الله تعالی څخه نیولې تر ټولو ټیټ پوړي مسؤل پورې، د افغانستان د ابادۍ او پرمختګ لپاره ژمن دي.

د کور او ښار جوړولو محترم وزیر وویل، چې یاد وزارت هڅه کوي د هېواد په کچه ټولې ودانیزې او ښاري پراختیايي چارې د منظور شویو پلانونو او معیارونو له مخې پرمخ یوسي او په دې برخه کې د هېواد لپاره د ستراتیژیکو او اوږدمهالو ښاري پلانونو د جوړولو چارې هم روانې دي.

ورپسې د ریاست‌الوزراء اقتصادي معین الحاج ملا عبدالغني برادر خبرې وکړې او ویې ویل، چې اسلامي امارت په دوامداره توګه هڅه کوي، څو هغه پراختیايي او بنسټیزې پروژې چې د بېلابېلو لاملونو له امله ځنډېدلې وې، بېرته پیل او بشپړې شي.

نوموړي د پنځم مکروریان استوګنیزه پروژه د هېواد له هغو مهمو پروژو څخه وبلله، چې د تېرو شاوخوا دولسو کلونو راهیسې یې چارې ځنډېدلې وې او اوس یې د ستونزو له هواري وروسته عملي چارې بېرته پیل شوې.

الحاج ملا عبدالغني برادر له ملي او نړیوالو پانګوالو وغوښتل، چې په افغانستان کې د بیا رغونې او پراختیايي برخو کې پانګونه وکړي او زیاته یې کړه، چې اوس په هېواد کې د پانګونې لپاره مناسب فرصت او زمینه برابره شوې ده.

په همدې مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اداري معین الحاج مولوي عبدالسلام حنفي هم خبرې وکړې او د کور او ښار جوړولو وزارت له مسؤلینو څخه یې مننه وکړه، چې د هغو مهمو او سترو پروژو د بیا پیل لپاره یې جدي هڅې کړې، چې له اوږدې مودې راهیسې یې چارې درېدلې وې.

نوموړي د پنځم مکروریان استوګنیزه پروژه یوه مهمه او ستره پروژه وبلله او د یادې پروژې د ستونزو هواری او د چارو بیا پیل یې د هېواد د ښاري پراختیا او استوګنیزو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې مهم ګام وباله.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د ساختماني شرکت رئیس بهادر ایدوغان خبرې وکړې او د اسلامي امارت له مسؤلینو، په ځانګړي ډول د کور او ښار جوړولو وزارت له محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني څخه یې مننه وکړه، چې د پنځم مکروریان استوګنیزې پروژې د ستونزو هواري او د عملي چارو د بیا پیلېدو لپاره یې لازمې هڅې او همکارۍ کړې دي.

نوموړي وویل، چې د پنځم مکروریان استوګنیزه پروژه یوه عصري او پرمختللې استوګنیزه پروژه ده، چې د عصري ساختماني معیارونو او پرمختللو تخنیکي وسایلو په کارولو سره به پلې شي.

د نوموړي په وینا، یاده پروژه په څه باندې ۱۳۰۰ جریبه ځمکه کې د ۱۱۸ استوګنیزو بلاکونو په جوړېدو سره طرحه شوې، چې اوسمهال د شلو بلاکونو عملي چارې پیل شوې دي.

د پنځم مکروریان یا سولې استوګنیزې پروژې په طرحه کې د استوګنیزو واحدونو ترڅنګ ښوونځي، مدرسې، پارکونه، وړکتونونه او نور اړین عامه خدمتونه او اسانتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي، څو اوسېدونکو ته د معیاري ښاري ژوند زمینه برابره شي.

د یادولو ده، چې د کابل ښار د پنځم مکروریان یا سولې استوګنیزه پروژه د کابل ښار له مهمو او سترو استوګنیزو او ښاري پراختیايي پروژو څخه شمېرل کېږي، چې د اوږدې مودې له ځنډ وروسته یې اوس عملي چارې پیل شوې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۶:۱۴
Background image

د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي پارک اصلاحي تفصیلي پلان د تطبیق لپاره رسماً وسپارل شو

۱۴۴۸/۳/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي پارک لپاره جوړ شوی اصلاحي تفصیلي پلان، د یوه رسمي مراسمو په ترڅ کې د تطبیق په موخه د صنعتکارانو ټولنې ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۶:۲۴
Background image

د کابل ښار د پنځم مکروریان د «B4» بلاک د بنسټ ډبره کېښودل شوه

۱۴۴۸/۳/۱۹

د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند د سولې استوګنیزې پروژې، چې د پنځم مکروریان په نوم هم پېژندل کېږي، د «B4» بلاک د بنسټ ډبرې اېښودلو مراسم ترسره شول.

په دغو مراسمو کې د ریاسة. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۴:۶
Background image

د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د بېلابېلو ساختماني پروژو له چارو څخه څارنه وکړه

۱۴۴۸/۳/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د اوو ساختماني پروژو له. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت