د کابل ښار د دارالامان سیمې زونینګ پلان د کور او ښار جوړولو وزارت د وزیر له لوري تائید او لاسلیک شو
۱۴۴۸/۶/۵
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني د کابل ښاروالۍ له لوري ترتیب شوی د کابل ښار د دارالامان سیمې زونینګ پلان تر ارزونې وروسته تائید او لاسلیک کړ او د تطبیق په موخه یې بېرته د کابل محترمې ښاروالۍ ته وسپاره.
یاد زونینګ پلان د ښاروالیو قانون د اته ویشتمې مادې د لومړۍ او دویمې فقرې پر بنسټ ترتیب شوی، چې په کې د کابل ښار د بېلابېلو ښاري سیمو د فعالیتونو ډولونه او د ځمکې د کارونې څرنګوالی مشخص شوي دي.
دغه پلان د ښاري ډیزاین د چوکاټ په توګه د ساختماني جوازونو د ورکړې او د ښاري فعالیتونو د تنظیم لپاره اړین معیارونه او اصول وړاندې کوي.
د دغه پلان موخه د کابل ښار د ښاري پراختیا د چارو منظمول، د ځمکې د کارونې په برخه کې د روښانه چوکاټ رامنځته کول، د غیرپلاني ساختماني فعالیتونو مخنیوی او د ښاري نظم او اصولو پیاوړتیا ده.
د یاد پلان له تایید او لاسلیک وروسته، د تطبیق په موخه د کابل محترمې ښاروالۍ ته وسپارل شو، څو د اړوندو ښاري چارو په تنظیم او د ساختماني فعالیتونو په مدیریت کې ترې ګټه واخیستل شي.
