د کابل ښار د لوېدیځې برخې د پراختیا تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزارت د وزیر له لوري تایید او لاسلیک شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۱:۹
تفصیلي پلان

۱۴۴۸/۶/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د کابل ښاروالۍ له لوري د کابل ښار د لوېدیځې برخې د پراختیا ترتیب شوی تفصیلي پلان تر تخنیکي ارزونې وروسته تائید او لاسلیک کړ او د تطبیق په موخه یې د کابل محترمې ښاروالۍ ته وسپاره.

دغه تفصیلي پلان د ۱۲ زره او ۷۳۶ جریبه ځمکې په مساحت ترتیب شوی، چې ۱۶ زره او ۸۰۸ استوګنیزې نمرې، ۷۴ استوګنیز بلاکونه، ۲ زره او ۶۴۲ اپارتمانونه او د سوداګریزو او استوګنیزو ګډو بلاکونو جوړول په کې په پام کې نیول شوي دي.

 د پلان له مخې، د ۱۲۰ زرو کورنیو لپاره د استوګنې زمینه برابرېږي او د سیمې د نفوس ظرفیت شاوخوا ۷۲۰ زره تنه اټکل شوی دی.

په دغه پلان کې د ښاري ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره دوه پوهنتونونه، دوه روغتونونه، ۴۵ لېسې او منځني ښوونځي، ۱۲ روغتیایي کلینیکونه، ۱۳ دیني مدرسې او دارالحفاظونه، یو انستیتیوت، یو مسلکي او صنعتي زده ‌کړیز مرکز، یو ورزشي لوبغالی، له ۴۰ څخه زیات عامه او محلي پارکونه، یوه لویه جامع جومات، لس نور جامع جوماتونه او له ۵۰ څخه زیات محلي جوماتونه هم په پام کې نیول شوي دي.

د یاد پلان موخه د کابل ښار د لوېدیځې برخې منظمه او متوازنه پراختیا، د استوګنې او سوداګریزو فعالیتونو لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول او د سیمې اوسېدونکو ته د اړینو ښاري، ښوونیزو، روغتیايي او تفریحي خدمتونو برابرول دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۱:۹
Background image

د کابل ښار د لوېدیځې برخې د پراختیا تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزارت د وزیر له لوري تایید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۶/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د کابل ښاروالۍ له لوري د کابل ښار د لوېدیځې برخې د پراختیا ترتیب شوی تفصیلي پلان تر تخنیکي ارزونې وروسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۹:۵۴
Background image

د هېواد په درېیو ولایتونو کې د ۱۲ زره جریبه ځمکې په مساحت د صنعتي پارکونو تفصیلي پلانونه ترتیب او لاسلیک شول

۱۴۴۸/۶/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د کندز، هرات او میدان وردګ ولایتونو د درېیو صنعتي پارکونو هغه تفصیلي پلانونه لاسلیک کړل، چې د وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۵:۱۸
Background image

د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د تفصیلي پلان د پلي کېدو په موخه د ځمکې د خط ‌اچونې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۶/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې اوجي ‌ای ‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د تفصیلي پلان د پلي کېدو په موخه د ځمکې د خط ‌اچونې چارې پیل کړې.

د یادو چارو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت