د کابل په یو شمېر ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د تثبیت او مخنیوي ګډ هیئت پلټنې پیل کړې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۳:۹
تخلفات شهری

۱۴۴۷/۰۶/۰۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس انجنیر احمد جاهد شهاب لېوال وایي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم او د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د هدایت له مخې، په کابل ښار کې د وزارت ملکیتونو د وضعیت د ارزونې لپاره ګډ تخنیکي هیئت وګمارل شو.

ښاغلی انجنیر شهاب لېوال وایي، په هیئت کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست، د حقوقي اعتبار ورکولو ریاست، او د املاک او اسکان ریاست استازي شامل دي.

نوموړی وایي، یاد ګډ هیئت له هغو شپږو ساحو څخه لیدنه وکړه چې پخوا په غیرقانوني توګه نیول شوي او یو شمېر شرکتونو او اشخاصو ته په قرارداد ورکړل شوي دي.

د هغه په خبره، هیئت د نهمې، شپاړسمې، دولسمې او دوه ویشتمې ناحیې په اړوند سیمو کې رامنځته شوي تخلفات په نښه کړل، د سیمې له اوسېدونکو یې قانوني اسناد وغوښتل او روان فعالیتونه یې تر بشپړې څېړنې پورې وځنډول.

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس انجنیر احمد جاهد شهاب لېوال وایي، له ټولو اړوندو اړخونو یې وغوښتل چې ژر تر ژره د کور او ښار جوړولو وزارت ملکیتونه تخلیه کړي او خپل اسناد وزارت ته وسپاري، څو موضوع د شفافیت او قانون پر بنسټ وڅېړل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د دولتي ملکیتونو د ساتنې او د غیرقانوني استفادې د مخنیوي بهیر ګړندی کړی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۲
Background image

په فاریاب کې د تورپاختو کانال د کار د کیفیت تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۶/۰۳

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خال میرزا ذوالفقار وایي چې د دې ریاست تخنیکي ټیم د تورپاختو کانال د پروژې د روانو چارو له بهیر څخه څارنه ترسره کړه.. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۳:۹
Background image

د کابل په یو شمېر ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د تثبیت او مخنیوي ګډ هیئت پلټنې پیل کړې

۱۴۴۷/۰۶/۰۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس انجنیر احمد جاهد شهاب لېوال وایي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم او د کور او ښار جوړولو وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۱:۹
Background image

د کابل ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۶/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې، د کابل ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند تفصیلي پلان لاسلیک او منظور کړ.

د دغه وزارت. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت