د ښار جوړولو او ځمکو وزارت لخوا د ۸ دولتي تعمیرونو د انجنیرۍ شبکو پر طرحه او ډیزاین کار روان دی

it_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۰ - ۱۱:۵۵
f

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د روان لمریز کال په وروستۍ ربع کې د ۸ دولتي ودانیو د انجنیرۍ شبکو پر طرحې او ډیزاین کار روان کړی.
د دغه طرحو پر اساس به د یادو ودانیو او تعمیرونو د انجنیرۍ شبکې معیاري جوړې شي.
په دغه د تعمیرونو د تخنیکي شبکو د سیستم طرحه او ډیزاین چارو  کې، د هستوي انرژۍ د مرکزي ادارې یو منزله تعمیر شامل دی ، او دغه راز د ملي شورا د فوارې شبکې سیستم ، د امنیتي ځواکونو د لیلیې تعمیر او په سینمای پامیر کې د پلتنې خونې د زرهي دروازې سیستم شامل دي.
پر دې سربېره د تفتیش او پلټنې عالي ادارې د رادیو اکتیف فاضله موادو د ذخیرې سیستم ، د د افغانستان بانک د برښنا سیستم او دغه راز د عدلیې وزارت د ادیتوریم شبکې سیستم باندې کار روان دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۴
Background image

په پغمان ولسوالۍ کې د تېلو پمپ د پروژې تخنیکي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۲/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای ‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت، پغمان ولسوالۍ د قرغې عمومي سړک پر غاړه د یوه باب د تېلو پمپ د جوړېدو لپاره د ساحې توپوګرافي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۱۵
Background image

د فاریاب ولایت د خواجه موسی ولسوالۍ د تفصیلي پلان سروې او توپوګرافي پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۱۲

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د خواجه موسی ولسوالۍ د تفصیلي پلان د سروې او توپوګرافۍ د ترسره کولو په موخه یادې ولسوالۍ ته سفر وکړ.

د سروې د عملي چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲۰
Background image

د نوي کابل ښار په اډانه کې، د صنایع سبز  صنعتي ښارګوټي په پروژه کې د غیرپلاني ودانیزو فعالیتونو مخنیوی وشو

۱۴۴۸/۲/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د نوي کابل ښار د ده‌سبز سیمې په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت