د نوي کابل ښار په اډانه کې، د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي په پروژه کې د غیرپلاني ودانیزو فعالیتونو مخنیوی وشو
۱۴۴۸/۲/۱۱
د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د نوي کابل ښار د دهسبز سیمې په ساحه کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي پروژې څخه څارنه وکړه.
د دې څارنې موخه، د هغو تولیدي او صنعتي فابریکو د غیرپلاني او خپلسرو ودانیزو فعالیتونو مخنیوی و، چې د ودانیزو نقشو د منظورۍ او د کور او ښار جوړولو وزارت له اړوندو پړاوونو څخه یې بشپړ جواز نه و ترلاسه کړی او پرته له منظورۍ یې ودانیزې چارې روانې ساتلې وې.
د څارنې پر مهال، د نافذه قوانینو له مخې، د هر ډول غیرپلاني او بېجوازه ودانیزو فعالیتونو د دوام مخه ونیول شوه او اړوندې چارې ودرول شوې.
د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست به د خپل کاري پلان له مخې، د کابل ښار په نورو ښارګوټو، استوګنیزو، سوداګریزو او صنعتي پروژو کې هم منظمې څارنې او تخنیکي ارزونې په دوامداره توګه ترسره کوي.
د دغو څارنو اساسي موخه، د ښاري پلانونو دقیق تطبیق، د غیرپلاني او غیرمعیاري ودانیزو چارو مخنیوی، ودانیز کیفیت لوړول، د نافذه قوانینو او مقرراتو رعایت او د ښاري مدیریت پیاوړتیا ده.
