د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د اړتیاوو تدارک وارزول شو
۱۴۴۳/۰۹/۲۴
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مالي او اداري مرستیال محترم حافظ محمد امین فاروقي په خپل کاري دفتر کې د یاد وزارت د تدارکاتو رییس او کار کوونکو سره وکتل او د وزارت اړوند تدارکاتي پروسې په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
په ناسته کې لومړی د تدارکاتو ریاست مسؤلینو د وزارت د اړتیاوو لکه قرطاسیه جاتو ، تېلو ، روغتیانو او نورو لوازمو په اړه معلومات ورکړل.
ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې باید د وزارت اړوند ټولې تدارکاتي چارې او اړتیاوې مالي امکاناتو ته په کتو او د قانون او طرز العمل مطابق ترسره شي.
نوموړي ټینګار وکړ چې په ټولو پروسو کې دې شفافیت، کیفیت او اړتیا په پام کې ونیول شي.