د ښاري چارو معینیت اساسي دندې او اړوند ریاستونه یې

د ښاري چارو معینیت

د ښاري چارو معینیت تر چتر لاندې ریاستونه لاندې وظایف او مسؤلیتونه لري:

د ښار جوړولو عمومي ریاست

  1. د کور او ښار جوړولو وزارت د موخو ترلاسه کولو په منظور تر اغېز لاندې ریاستونو لپاره د برنامو جوړول، د تشکیلاتي جوړښت د فعالیتونو له حیثیته.
  2. د برنامو او طرحو د محصول د کیفیت او کمیت له کبله د ښار جوړولو چارو رهبري کول.
  3. د ښاري طراحۍ او برنامه جوړولو په مراحلو کې د ښاري سکتور او په ښاري سکتور کې د لاس لرونکو ملاتړ او هڅونه.
  4. په مشابه او یا متفاوته کچه د ښاري نقشو د ویزه کولو کمېټې یا کمېسیون رامنځته کول.
  5. د ښاري مرستو او همکاریو په چارو کې د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې د ادارو د ملاتړ جلبول.
  6. د خصوصي سکتور او د ښاروالیو په ګډو هڅو له ښارونو څارنې او تطبیق برخه کې د وزارت د کاري اهدافو ترلاسه کول.
  7. د کابل متروپولتین او د نوي کابل ښار د ماسټر پلان رامنځته کولو لپاره د علمي او مسلکي لارو چارو پیدا کول.
  8. د ملي او سیمه ییزې برنامې جوړولو لپاره د سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو پیاوړتیا په موخه د بیخ بنايي خدماتو او ارتباطي مرکزونو د شبکو تعین برخه کې څارنه او کنټرول.
  9. د انډولیزې پراختیا په موخه د کلیو او ښارونو ترمنځ د منظمو متقابلو اړیکو رامنځته کولو لپاره د جامع ملي پلان د ستراتېژۍ له جوړولو څارنه او کنټرول.
  10. د لویو لارو، اوسپنیزو لارو (ریل پټلۍ) او هوایي دهلېزونو لپاره د ځانګړو برنامو او د ستراتېژیو وړاندې کولو له لارې د هېواد د حمل او نقل وضعیت کې بهتروالی راوستل.
  11. د سیمه ییزو پلانونو، تفصیلي پلانونو او ماسټر پلان تر چتر لاندې ساحو کې د ټولنیزو او اقتصادي، هایدرولوژیکي او مورفولوژیکي شرایطو سره سم په بېخ بنایي چارو کې د سروې او تخنیکي مطالعاتو څارنه او کنټرول.
  12. د اقتصادي، تخنیکي او چاپېریال ساتنې تحلیل په رڼا کې د ماسټر پلان او تفصیلي پلانونو برخه کې په ملي او نړیواله کچه د نورمونو او سټنډرډونو له پلي کېدا څارنه او کنټرول.
  13. د خپل سرو رغنیزو چارو او د دولتي ځمکو له غصب د مخنیوي په موخه د نورمونو او تګلارو سره سم د ماسټرپلانونو او ښاري تفصیلي پلانونو له جوړولو څارنه کول.
  14. د ویزه (تائید) شوو تعمیراتي نقشو او ښاري پلانونو (تفصیلي پلان، ستراتېژیک پلان، ماسټرپلان، د تعمیراتو مهندسۍ او انجنیرۍ نقشو) له ساتلو او پالنو څارنه او کنټرول.

د ملي جامع پلان ریاست

  1. د نفوسو مخ پر ودې وړاندوینې پر اساس د هېواد ټولنیزې او اقتصادي پراختیا په موخه د ستراتېژۍ او ملي جامع پلان جوړول، له ځمکې د کار اخیستلو ځای پیدا کول، د انډولیزې پراختیا او په ملي کچه د انساني ظرفیت لوړولو او په ټوله کې د سیمه ییز او ملي پلان جوړولو لپاره د مشخص چوکاټ جوړولو په موخه په ملي کچه د ودې محورونو پېژندل او د پراختیا ورکولو عمده مرکزونو تعینول، له چاپېریال ساتنه او له طبعي سرچینو دوامداره ګټه پورته کول.
  2. د ملي جامع پلان او ستراتېژۍ تطبیق د طرحې، تدوین او بیاکتنې په موخه د اړوندو برخو د کاري تګلارو او پالسیو جوړول.
  3. د جامع او سکتوري برنامو جوړولو له لارې د ټولنیزې، اقتصادي او فرهنګي پراختیا په موخه د ستراتېژۍ او ملي جامع پلان له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د اساسي ستراتېژیو ځای په ځای کول او پیاوړي کول.
  4. د سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو د پیاوړتیا په موخه د سیمه ییزې برنامې جوړولو، بررسۍ او اساسي نقطو پېژندلو لپاره د منظم چوکاټ رامنځته کول.
  5. د انډولیزې پراختیا په پار د ښارونو او کلیو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا په موخه د ملي جامع پلان د طرحې او تدویل له پروسې مدیریت کول.
  6. هېواد کې د في نفر عاید (عاید سرانه) یا (GDP) کچې لوړولو لپاره د کرنیز سکتور او د نورو اقتصادي برخو د ودې او پراختیا په موخه د جامع برنامو جوړول.
  7. د هېواد اوبیزو حوزو کې د اوبو سرچینو د مدیریت سیستم او خړوبولو سیستم بهتروالي په موخه د ملي جامع پلان او ستراتېژيو جوړول.
  8. د لویو لارو، اوسپنیزو لارو (ریل پټلۍ) او هوایي دهلېزونو لپاره د ستراتېژیو او ځانګړو برنامو جوړولو له لارې د حمل او نقل یا ترانسپورتي وضعیت ښه کولو مدیریت.
  9. د طبعي پېښو د زیان مخنیوي، زیان کچې کمولو او وقایې لپاره له اړوندو ادارو او بنسټونو سره په همغږۍ په ملي جامع پلان او ستراتېژۍ کې طبعي پېښو او افتونو ته د چمتوالي لپاره د مناسبو او مطلوبو ستراتېژیو په پام کې نیول.
  10.  د جامع ستراتېژیو جوړولو برخه کې چې د انرژۍ سکتور، د انرژۍ سرچینو مدیریت او د طبیعي سیمو د ساتنې او اکولوژیکي سیستمونو ښه والی پیاوړی کوي، د اړوندو ارګانونو همغږي کول.
  11. په ښاري او جامع پلان جوړولو کې د ذیدخل افرادو او متخصصینو په همکارۍ د ملي جامع پلان او ستراتېژۍ له جوړولو څارنه کول.
  12.  د  مطرح پلانونو جوړولو په موخه په دې ریاست او ټولو اړوندو سکتورونو کې له ترسره شوو تحقیقاتو، مطالعاتو، پلانونو او ستراتېژیو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې لپاره د جامع پلان جوړولو د چارو د تنظیم او همغږۍ میکانیزم رامنځته کول.
  13. معیارونو او مقیاسونو ته په کتو د یو باثباته ښار رامنځته کولو په موخه د کور او ښار جوړولو مقرراتو او موازینو سره سم د ښاري پلانونو (ستراتېژیک پراختیایي چوکاټ) جوړولو پروسې څخه څارنه.
  14. د اړوندو چارو د لا ښه پرمختګ په موخه په ښاري چارو کې د دولتي ادارو، غیر دولتي اړوندو ادارو، مؤسساتو او د دخیل افرادو سره د غړیتوب اړیکي ټینګول.

د ماسټر پلان او تفصیلي پلانونو ریاست

  1. د کاري لومړیتوبونو پر اساس چې مخکې له مخکې د سروې او مطالعاتو برخې ترسره کړي، د سروې او مطالعاتو د تحلیل او ارزونې مدیریت.
  2. د سیمه ییزو پلانونو سره په همغږۍ د ماسټر پلان او تفصیلي پلانونو تر اغېزلاندې ساحه کې د ټولنیز او اقتصادي، هایدرولوژیکي او مورفولوژيکي شرایطو سره سم په بیخ بنایي چارو کې د سروې او تخنیکي مطالعې مدیریت.
  3. د ښاري پلانونو د طرحه کولو په مهال د اقتصادي، تخنیکي او چاپېریال ساتنې تحلیل په رڼا کې د ماسټر پلان او تفصیلي پلانونو د نورمونو او سټنډرډونو تطبیق کول.
  4. د خپل سرې او غیر پلاني پراختیا څخه د مخنیوي په موخه د نورمونو او تګلارو سره سم د ماسټر پلان او ښاري تفصیلي پلانونو جوړول.
  5. د ماسټر پلانونو او تفصیلي پلانونو د ګټور او اغېزمن تطبیق په موخه د پالسۍ، لارښودونو او پروسیجرونو جوړول.
  6. د ماسټر پلان، ستراتېژیک پراختیایي چوکاټونو(SDF) او ستراتېژیک پلانونو سره سم د ښاري تفصیلي پلانونو له تطبیق ډاډ ترلاسه کول او همغږي پیدا کول.
  7. د تعین شوو سټنډرډونو او معیارونو په پام کې نیولو سره د خصوصي سکتور او نورو ارګانونو د ښاري تفصیلي پلانونو ویزه کولو بررسي کول.
  8. د ساحوي شرایطو تغیراتو سره په مطابقت د اصلاحي پلانونو جوړول او په ماسټر پلان او تفصیلي پلانونو کې د تغیراتو حکم کول.
  9. د ماسټرپلانونو او ښاري تفصیلي پلانونو د جوړولو پروسه کې د بشپړوالي په موخه د تخنیکي ټیم تنظیم او مدیریت او د ښار جوړولو د معیارونو پر اساس د تخنیکي نریاتو ورکول.
  10. د شاري تفصیلي پلانونو پر اساس د سکېچ جوړول او د اصلاحي او تعدیلي سکېچونو جوړول.
  11. د ښاري ستونزو د حل په موخه د ښاري پلانونو پر اساس تخنیکي نظریات ورکول.

د غیر پلاني ساحو د سمون برنامو ریاست

  1. د ټولنې انډولیزې ودې، موخو او د رفاه کچې لوړولو په موخه په بېلا بېلو ښاري سرغړونو کې د ښاري معیارونو سره سم خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو په پار د غیر پلاني ساحو لپاره د بهسازۍ پلانونه جوړول.
  2. کاري پلان جوړول او د ساحوي لومړیتوبونو سره سم د غیر پلاني ساحو سروې کول کوم چې د لوړې کچې پلانونو لکه ستراتیژیک ماسټر پلانونو په پام کې نیولو سره ټاکل کیږي.
  3. د بهسازۍ یا سمون پالسۍ او د دغه پلان د تګلارو په رڼا کې چې د ادارې له کلي اهدافو سره په ټکر کې نه وي او د وزارت د لوړو اهدافو د ترلاسه کولو سره همغږی وي، د سمون لپاره د جوړ شوو پلانونو بررسي او کنټرول کول.
  4. د پام وړ ساحو کې د بهسازۍ پلانونو له پلي کېدا څارنه او دغه برخه کې د احتمالي تخلفاتو مخنیوی کول.
  5. له ولایت څخه بهر سازمانونو لکه ښاروالیو او ولایتونو یا نړیوالو موسسو لخوا د یوې ادارې یا اجرایوي ارګان سره د مرستې لپاره چمتو شوي د هر ډول اصلاحي پلانونو بیاکتنه او کنټرول او د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مقام ته د منظورۍ په موخه وړاندې کول.
  6. د چارو د غوره ترسره کېدو او د ادارې د موخو لپاره د پروګرامونو د پلي کېدا په هدف د بهسازۍ یا سمون پلانونو د طرحې د بهتروالي په پار د تخنیکي نظر ورکول.
  7. د سروې په چارو کې د ساحوي ستونزو لپاره د حل لارو وړاندې کول، د ریاست کارکوونکو ته د ټولنیزې او اقتصادي تحلیل د پوښتنپاڼو له لارې د معلوماتو راټولول او د سیمې له اوسېدونکو او مشرانو سره همغږي رامنځته کول.
  8. د غیرپلاني ساحو د بهسازۍ یا سمون پلانونو د کاري طرحې او ترتیب، د تخریب پلان، د پراختیا محدوده، د پراختیا حدود، د چاپېریال ساتنې، بیخ بنایي پلانونو او د امکان سنجۍ په موخه د جامع ټولنیز او اقتصادي تحلیلونو په بېلا بېلو برخو کې تصمیم نیول.
  9. په هېواد کې د غیر پلاني ساحو د بهسازۍ چارو په چټکتیا او د بهسازۍ پلانونو په جوړولو کې د ولایتي ریاستونو او د ښاروالیو کار کوونکو ته د ظرفیت لوړولو په موخه روزنه ورکول.
  10. د ریاست اړوند چارو د عصريتوب او پرمختګ په موخه د غیر پلاني ساحو د بهسازۍ په چارو کې له نړیوالو فعال بنسټونو سره د اړیکو ټینګښت او پیاوړتیا برخه کې هڅې کول.
  11. د بهسازۍ پلانونو د پلي کېدا برخه کې د اجراء کوونکو لارو پیدا کولو په موخه د ولایتونو له ښاروالیو سره همغږي کول او له دغې لارې وزارت ته د عوایدو پیدا کول.
  12. په غیر پلاني ساحو کې د متروکه ځمکو (Land readjustment) پېژندل او ارزونه.
  13. د بهسازۍ او د غیر پلاني ساحو د پارختیا برخه کې د متروکه ځمکو (Land readjustment) د نوي تنظیم په موخه د سیاستونو او مقررو جوړول.
  14. د متروکه ځمکو د نوي تنظیم په موخه د پروسو ترتیبول لکه قانوني الزامات، مشروطیتونه او د اجراء مراحل.

د ښاري بیخ بناؤ د ډیزاین ریاست

  1. د بیخ بنايي تأسیساتو او شبکو د تأمین برخه کې د جغرافیوي سروې ریاست، ټولنیز او اقتصادي تحلیل ریاست، جامع پلان او د تفصیلي پلانونو ریاست د ترسره شوو تخنیکي مطالعاتو تحلیل او تجزیه، چې د ټولنیز، اقتصادي، توپوګرافي، جغرافیایي، جیولوژیکي، هایدروجیولوژیکي، مورفولوژیکي شرایطو پر اساس وي او د تخنیکي اړتیا په مهال له ساحې لیدنه.
  2. د پروژه یي اسنادو د طرح او ترتیب په موخه د اړوندو ادارو څخه د ترلاسه شوو معلوماتو توحیدول.
  3. د ښاري بیخ بنایي تأسیساتو د اقتصادي او تخینکي تحلیل طرحه.
  4. د چاپېریال له پلوه د بیخ بنایي شبکاتو د اغېزمنتیا تخنیکي او اقتصادي تحلیل.
  5. د بیخ بنایي شبکاتو او د هغې بشپړونکو تأسیساتو (برق شبکو، د سړکونو روښانه کول، د اوبو رسولو او کانالېزاسیون شبکې، د فاضله اوبو د چاڼ خونې تأسیسات، د زرغونې فضاء د خړوبولو شبکې، د سطحي اوبو مدیریت او ترانسپورتي شبکو) د تخنیکي اسناد طرحه او ترتیب.
  6. د تأسیساتو د بیخ بنایي شبکو د لومړني او دویمي حجمي براوردونو ترتیب.
  7. د تعین شوو سټنډرډونو او معیارونو په پام کې نیولو سره د ویزه کولو په موخه د هغه ښاري بیخ بنایي تأسیساتو د تخنیکي نقشو څېړنه کول، چې د نورو ارګانونو او خصوصي سکتور له لوري طرحه شوي وي.
  8. د بیخ بنایي شبکو او د هغې اړوند تأسیساتو د ساحو څېړنې او بررسۍ وروسته د تخنیکي ستونزو د حل په موخه د تخنیکي حل لارو وړاندې کول.
  9. د شبکو ډیزاین کولو پالسۍ او د ښاري زیربنایي تأسیستو برخه کې د ځانګړي لارښوود جوړول.
  10. د زیربنایي پلانونو په تړاو تحلیل او د برنامو جوړول (سړک جوړولو، ترانسپورت، اوبو رسولو،کانالېزاسیون، برق شبکه او چاڼ خونه).

د GIS  او R-S GIS  ریاست

  1. د کور او ښار جوړولو وزارت کې د جغرافیایي اطلاعاتو د سیستمونو پراختیا او طراحۍ برخه کې برنامې جوړول.
  2. د بېلا بېلو جغرافیایي معلوماتو د سرچینو پیدا کول او مجهز کول، لکه مکاني نقشې، توپوګرافي نقشې، د برق د لېږد کرښو نقشې د ځمکو او ملکیتونو اړوند اطلاعات او نور ټول هغه موارد چې د کور او ښار جوړولو وزارت پورې اړوند دي.
  3. د کور او ښار جوړولو په تړاو د تصمیم نیونې په موخه د جغرافیایي اطلاعاتو څخه د ګټې پورته کولو برخه کې د وزارت نورو واحدونو او ټولو سازمانونو ته د خدماتو وړاندې کول.
  4. د بېلا بېلو جغرافیایي اطلاعاتو مدیریت لپاره د نرم افزارونو (سافټ ویرونو) طراحي او پراختیا او کارونکو ته یې وړاندې کول.
  5. د اړوند وزارت مقاماتو او مدیرانو ته د جغرافیایي معلوماتو تحلیل او راپور ورکول.
  6. د جغرافیایي معلوماتو سیستم اړوند اطلاعاتو ساتنه او خوندیتوب.
  7. جغرافیایي اطلاعاتو ته د لاسرسي په موخه د مجازي فضاء رامنځته کول او پراختیا ورکول او په تړاو یې کاروونکو ته اسانتیاوې رامنځته کول.
  8. د جغرافیایي اطلاعاتو څخه په ګټې اخیستنې د ځمکو او املاکو مدیریت سیستم طراحي او پراختیا.
  9. د هېواد په ښارونو او کلیو کې د ترانسپورتېشن او مکان یابۍ سیستمونو برنامه جوړول او پراختیا.
  10. د توپوګرافي پلان، اړونده ځمکې او نورو مواردو رسمولو لپاره د جغرافیایي اطلاعاتو سیستم پراختیا او د کیفیت بهتروالي په موخه له بې پیلوټه الوتکې (Drone) څخه ګټه اخیستنه.
  11. په هېواد کې د ترانسپورتېشن او مکان پیدا کولو په موخه له لیرې لارې څخه د کنټرول سیستمونو پراختیا.
  12. د هېواد په ښارونو او کلیو کې د زرغونو فضاء او خځل توکو د مدیریت سیستمونو رامنځته کول او پراختیا.
  13. طبعي پېښو ته د چمتوالي او د زیان کچې کمولو مدیریت په موخه د جغرافیایي اطلاعاتو سیستونو طراحي او پراختیا.
  14. په هېواد کې د ښاري پراختیا او له ځمکو د ګټې اخیستنې مدیریت لپاره د جغرافیایي اطلاعاتو سیستمونو پراختیا.
  15. د ګډو جغرافیایي معلوماتي سیستمونو پراختیا برخه کې له ټولو هېوادونو سره همکاري کول او د جغرافیایي معلوماتو تبادله.

د پخوانیو ښارونو د حفاظت ریاست

  1. د پخوانیو ښارونو د حفاظت مدیریتي جامع پلان طرح، ترتیب او تنظیم.
  2. په ملي اثارو کې د ثبت او د فرهنګي میراثونو او ګرځندوی لېست کې د ثبتولو په موخه د هغه ځایونو پېژندنه چې د فرهنګي میراثونو درلودونکي وي.
  3. د ساختمانونو د معیاري کولو په موخه د تاریخي ابداتو ساتنه او د ساختمان د فني اساساتو په پام کې نیولو سره د تاریخي ابداتو او د منظور شوو مشخصاتو او د نقشو مطابق د تأسیساتو د پروژو د عملي کړنو له پلي کېدا څارنه او پالنه.
  4. د ملاتړ، ساتنې، پالنې، پیاوړتیا ورکولو او د تعمیرونو د احیاء کولو په موخه د پخوانیو ښارونو اړتیا درک کول او لومړیتوب ورکول.
  5. د عناصرو، متشکل اجزاو او د جوړښت تاریخي، فرهنګي او د افغانستان پخوانیو ښارونو معمارۍ محدودو او په سیاست ګذارۍ نظام کې د شاملولو، برنامې جوړولو او ښاري پراختیا طرحې د شکلي ځانګړتیاوو پېژندل.
  6. له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د هغه ښارونو چې فرهنګي میراثونه ولري د بهسازۍ او نوي جوړولو په تړاو یې د برنامو جوړول.
  7. د پخوانیو ښارونو د حفاظت برخه کې د ذیدخل بنسټونو او د هېوادوالو باور ترلاسه کول او د ونډې اخیستلو راجلبول.
  8. د افغنستان ښاري تناسب ځانګړتیاو ته په کتو د بېلا بېلو هېوادونو د تاریخي بافتونو د نوښتونو له تجربو ګټه پورته کول.
  9. د پخوانیو ښارونو د بیارغونې برنامې جوړول، لکه د لومړیتوبونو پر اساس لنډ مهالې کړنې، منځمهالې کړنې او اوږدمهالې کړنې.
  10. له تخلفاتو د مخنیوي په موخه د پخوانیو ښارونو د غیر پلاني ساحو له بیارغونو چارو کنټرول او څارنه.
  11.  د څارونکو او مراقبت کوونکو د ستونزو د حل په موخه د حل لارو وړاندې کول.

د سروې او مطالعاتو ریاست

  1. د متفاوتو مقیاسونو سره د توپوګرافي پلانونو، د پایو نقشو (Base Map) او موضوعي نقشو طرحه او ترتیبول.
  2. د ښاري معیارونو، تفصیلي پلانونو او بیخ بنایي نقشو سره سم په بېلا بېلو ښارونو کې د تفصیلي پلانونو په پلي کېدا کې لارښوونه کول.
  3. د ښاري مطالعاتو برخه کې د تخنیکي معلوماتو ورکول، د ښارونو او نویو ښارګوټو، د طبیعي او غیر طبیعي ګواښونو چې ښارونه او د ژوند کولو ځایونه ګواښي د ځایونو پیدا کول.
  4. د سروې او مطالعاتو برخه کې د ذیدخله بنسټونو د کاري راپورونو کتل او کنټرول.
  5. د ښاري چارو د ډیزاین په موخه د اسنادو، پاڼو او د توپوګرافي نقشو څېړل.
  6. د سروې او نقشو وېستلو له نړیوال سیستم سره د کوردیناتو سیستم او د توپوګرافي سروې د ارتفاع سیستم همغږي کول.
  7. د ښاري سکتور برخه کې د افغانستان د ملي پراختیا ستراتېژۍ موخو ته د رسېدو او د ښاري باثباته پراختیا په هکله د نقشې وېستلو او مطالعاتو په مورد له علمي مرکزونو او پوهنتونونو سره همغږي کول.
  8. د نقشو وېستلو، مطالعاتو او د پلانونو د تطبیق برخه کې له پرمختللې ټکنالوجۍ او وسایلو څخه د ګټې پورته کولو هڅې کول.
  9. د فضایي، هوایي او ځمکنیو نقشو وېستلو، مطالعاتو او د ښارونو او نویو ښارګوټو لپاره د ځای پیدا کولو برخه کې له نوې او پرمختللې ټکنالوجۍ څخه د ګټې اخیستلو معلومات ورکول.
  10. د ښاري فرهنګ او چاپېریال له نظره د ښاري پلانونو(ملي پلان، سیمه ییز پراختیایي پلان، ماسټر پلان، د ښارونو ستراتېژیک پلان (SDF) هادي پلان او تفصیلي پلان) د اجراء کولو حل لارې ښودل.
  11. د اسلامي ښاري ژوند، فرهنګ او چاپېریال له نظره د ښارونو د زیان پېژندلو مطالعات کول.
  12. په ښاري پلان جوړونه کې د جغرافیایي(طبیعي سرچینو) پلانونه جوړول.

د تخنیکي ارشیف امریت

  1. د هغه ښاري پلانونو او تعمیراتي نقشو له ساتنې رهبري، مدیریت، څارنه او کنترول چې د وزارت محترم مقام له لوري منظور شوي وي.
  2. د انجنیري اصولو او پلان نوعیت ته په کتو د منظور شوو او نویو ښاري پلانونو او تعمیراتي نقشو له ثبت او سکن ډاډ ترلاسه کول او په اړوند ډېټابېس کې یې ځای په ځای کول.
  3. د وزارت محترم مقام له لارښوونې او کاري کړنلارې سره سم فرمایش ورکوونکو مراجعو ته د منظور شوو ښاري پلانونو او تعمیراتي نقشو له ورکولو او اخیستلو بهیر څخه کنټرول کول.
  4. د تخنیکي ارشیف امریت د کړنلارې او قانون سره سم غوښتونکو مراجعو ته د ښاري پلانونو او تعمیراتي نقشو چاپول او صادرول.
  5. د تخنیکي ارشیف امریت اړوند تخنیکي وسایلو له فعال ساتلو څخه څارنه او کنټرول.
  6. د ښاري پلانونو او د منظور شوو پلانونو( انجنیرۍ او مهندسۍ) د منځپانګې مطابق د ویزه شوو نقشو له صحت څخه ډاډ ترلاسه کول چې د ساتلو او خوندیتوب په موخه د تخنیکي ارشیف امریت ته سپارل کېږي.
  7. د ښاري پلانونو، سکېچونو، او د انجنیرۍ او مهندسۍ نقشو چې فرسوده شوي (له کاره لوېدلي) یې د بیرته جوړولو برخه کې یې تخنیکي همکاري کول چې د انجنیرۍ د اصولو له نظره اصل ماهیت یې له منځه لاړ نه شي.
  8. د تخنیکي ارشیف امریت سره په همغږۍ اړونده مراجعو ته د تعمیراتي نقشو د ویزه کولو کمېسیون د سکرتریت له لوري د ویزه شوو تعمیراتي نقشو صادرول.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new