د ښاري پلانونو د طرحو په تړاو د چارو ادارې له استازو سره خبرې وشوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۵۰
معین شهری

۲۵/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د چارو ادارې،  د ښاروالیو د انسجام ریاست د استازو، او د کور او ښار جوړولو وزارت د یو شمېر متخصصینو او انجنیرانو په ګډون، د هغو ولایتونو او ولسوالیو لپاره د ښاري پلانونو د طرحې او ترتیب په اړه چې تر اوسه یې ښاري پلان نه دی جوړ شوی، ناسته وکړه او نظرونه یې شریک کړل.

د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلی کریمي بامیاني وویل، د کور او ښار جوړولو وزارت یوه پالیسي جوړوونکې اداره ده چې د ولایتونو او ولسوالیو ډېری ښارونو لپاره یې ښاري پلانونه طرح او ترتیب کړي دي او هغه سیمې چې تر اوسه یې پلان نه دی جوړ شوی، په پام کې نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، لکه څرنګه چې د پلان جوړول مهم دي، همداسې د پلان تطبیق هم ځانګړی اهمیت لري، او د دې لپاره چې ښاروالۍ د ښاري پلانونو تطبیق کوونکې ادارې دي، نو له هغوی سره همغږي یوه جدي اړتیا ده او هغه ستونزې چې د ناسمې همغږۍ له امله رامنځته کېږي باید د همغږۍ له لارې حل شي.

د چارو ادارې  محترمو استازو وویل، له کور او ښار جوړولو وزارت څخه یې د ښارونو د پلانونو د لیست غوښتنه کړې وه او د یو شمېر ښارونو د پلانونو کاپي ورته رسېدلې ده.

همدارانګه، دوی د هغو ولایتونو او ولسوالیو لپاره چې ستراتیژیک پلان، ماسټرپلان یا تفصیلي پلان نه لري، غوښتنه یې وکړه چې اړوند پلانونه دې یې طرحه او ترتیب شي او د تطبیق لپاره دې دوی او اړونده ښاروالیو ته وسپارل شي.

په دې ناسته کې د ښاروالیو او په ځانګړي ډول د چارو ادارې د ښاروالیو د انسجام ریاست له لارې د لا ښه همغږۍ په اړه لازمې خبرې وشوې.

پر دې هوکړه وشوه، چې د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د هدایت د ښه تطبیق لپاره، د هغو ښارونو لپاره چې ښاري پلان نه لري د پلان جوړولو او همغږۍ په موخه به تعقیبي ناستې ترسره کېږي او لازم تصمیمونه به نیول کېږي.

همدارنګه پرېکړه وشوه چې په تېر کلونو کې چې کوم ښاري پلانونه طرحه او ترتیب شوي د لا همغږۍ په موخه د چارو ادارې دښاروالیو د انسجام ریاست سره شریک شي.

دغه راز، د طرح شوو، منظور شوو او تر کار لاندې پلانونو لیست به د ښاروالیو د انسجام ریاست سره شریک کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
Background image

د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په تېره یوه اوونۍ کې په درېیو ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د یوولسمې ناحیې په شنو ساحو کې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ښاري سرغړونو د رسیدګۍ او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت