د ښاري پلانونو د طرحو په تړاو د چارو ادارې له استازو سره خبرې وشوې
۲۵/۱۰/۱۴۴۷
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د چارو ادارې، د ښاروالیو د انسجام ریاست د استازو، او د کور او ښار جوړولو وزارت د یو شمېر متخصصینو او انجنیرانو په ګډون، د هغو ولایتونو او ولسوالیو لپاره د ښاري پلانونو د طرحې او ترتیب په اړه چې تر اوسه یې ښاري پلان نه دی جوړ شوی، ناسته وکړه او نظرونه یې شریک کړل.
د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلی کریمي بامیاني وویل، د کور او ښار جوړولو وزارت یوه پالیسي جوړوونکې اداره ده چې د ولایتونو او ولسوالیو ډېری ښارونو لپاره یې ښاري پلانونه طرح او ترتیب کړي دي او هغه سیمې چې تر اوسه یې پلان نه دی جوړ شوی، په پام کې نیول شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، لکه څرنګه چې د پلان جوړول مهم دي، همداسې د پلان تطبیق هم ځانګړی اهمیت لري، او د دې لپاره چې ښاروالۍ د ښاري پلانونو تطبیق کوونکې ادارې دي، نو له هغوی سره همغږي یوه جدي اړتیا ده او هغه ستونزې چې د ناسمې همغږۍ له امله رامنځته کېږي باید د همغږۍ له لارې حل شي.
د چارو ادارې محترمو استازو وویل، له کور او ښار جوړولو وزارت څخه یې د ښارونو د پلانونو د لیست غوښتنه کړې وه او د یو شمېر ښارونو د پلانونو کاپي ورته رسېدلې ده.
همدارانګه، دوی د هغو ولایتونو او ولسوالیو لپاره چې ستراتیژیک پلان، ماسټرپلان یا تفصیلي پلان نه لري، غوښتنه یې وکړه چې اړوند پلانونه دې یې طرحه او ترتیب شي او د تطبیق لپاره دې دوی او اړونده ښاروالیو ته وسپارل شي.
په دې ناسته کې د ښاروالیو او په ځانګړي ډول د چارو ادارې د ښاروالیو د انسجام ریاست له لارې د لا ښه همغږۍ په اړه لازمې خبرې وشوې.
پر دې هوکړه وشوه، چې د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د هدایت د ښه تطبیق لپاره، د هغو ښارونو لپاره چې ښاري پلان نه لري د پلان جوړولو او همغږۍ په موخه به تعقیبي ناستې ترسره کېږي او لازم تصمیمونه به نیول کېږي.
همدارنګه پرېکړه وشوه چې په تېر کلونو کې چې کوم ښاري پلانونه طرحه او ترتیب شوي د لا همغږۍ په موخه د چارو ادارې دښاروالیو د انسجام ریاست سره شریک شي.
دغه راز، د طرح شوو، منظور شوو او تر کار لاندې پلانونو لیست به د ښاروالیو د انسجام ریاست سره شریک کېږي.
