د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۹
لوګر

۱۴۴۸/۵/۳

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د پل‌علم ښار څخه تر پوهنتون پورې د سړک د جوړولو د چارو د ارزونې په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د یاد سړک د جوړولو لومړنۍ تخنیکي چارې شاوخوا ۵۰ سلنه بشپړې شوې دي.

دغه سړک درې کیلومتره اوږدوالی او ۴۰ متره سور لري، چې په طرحه کې یې د ګلدانونو، د سړک دغاړې ویالو او پلې لارو جوړول هم شامل دي.

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د پروژې نظارت د دې لپاره ترسره کېږي چې د سړک د جوړولو چارې له تخنیکي معیارونو او منظور شوې طرحې سره سمې وارزول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۳۱
Background image

په خیرخانه کې د ودانیو له ساختماني چارو تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۲۸

د کنټرول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د خپل کاري پلان له مخې، د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د خیرخانې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۰:۳۸
Background image

د کابل ـ بګرام سړک د لومړۍ برخې د قیر اچونې چارې پیل شوې

 

۱۴۴۸/۵/۲۸

د نوي کابل ښار د بنسټیزو او ترانسپورټي زېربناوو د پراختیا په لړ کې، د کابل ـ بګرام سړک د لومړۍ برخې د قیر اچونې چارې پیل شوې.

د یاد سړک د جوړولو چارې د کور او ښار جوړولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۴:۳۷
Background image

د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د هزار یک شب هوټل شاوخوا شنو او خدماتي ساحو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۲۷

د کنټرول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د خپل کاري پلان له مخې، د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د هزار یک شب هوټل. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت