د چارو پرمختګ او چټکتیا پر لارو چارو خبرې وشوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۳:۳۴
mudh

۱۴۴۶/۳/۱۴
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي، د دغه وزارت د یو شمېر ریاستونو له مسؤلینو سره وکتل.
په دغه کتنه کې، بحث وشو چې څنګه کېدای شي چارې ګړندۍ او پرمختګ وکړي او په شعبو کې له خند او ځنډ مخنیوی وشي.
راغلو رئیسانو د مطرح شوو موضوعاتو د دقت، پرمختک او چټکتیا په موخه نظریات وړاندې کړل او په تړاو یې وړاندیزونه وکړل.
ښاغلي مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي د چارو پرمختګ، چټکتیا او همغږۍ په اړه لازمې سپارښتنې وکړې، مسؤلین یې خپلو دندو ته متوجه کړل او ترمنځ یې په لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ.
نوموړي وویل، اسناد دې پر وخت اجراء شي، د ځنډ او خنډ مخنیوی دې وشي او په خبره یې د بېړنیو موضوعاتو او اقداماتو د اجراء لپاره دې منظم ترتیب برابر شي.
ښاغلي خروټي وویل، د ټولو ریاستونو لپاره د اړتیا وړ جنسونو او وسایلو ارزونه دې وشي، نیمګړتیاوې دې په ګوته او د حل لپاره دې یې هڅې ګړندۍ شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت رهبري هڅې کوي چې د ورسپارل شوو دندو او مسؤلیتونو په ترسره کولو کې پر وخت، اغېزمن او چټک ګامونه پروته کړي
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد او د کاري حجمونو لېست ترتیب شو

 

۱۲/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سنجش او براورد ریاست له لوري، د تېر یوه کال په موده کې د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد ترسره او د هغو د کاري حجمونو لېستونه ترتیب شوي دي.

یادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۷
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند په بېلابېلو ساحو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۸
Background image

د مزارشریف په درې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د مزارشریف ښار په لومړۍ، څلورمې او پنځمې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د سم تطبیق په موخه ساحوي څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت