د پکتیکا د نوې رامنځته کېدونکې مرغۍ ولسوالۍ د ادارو ودانۍ جوړولو لپاره ۵۰ جریبه ځمکه کروکي شوه
۱۴۴۴/۰۹/۱۲
د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د دغه ولایت له برمل ولسوالۍ جلا کېدونکې د مرغۍ په نوم نوې ولسوالۍ د ادارو ودانۍ جوړولو په موخه (۵۰) جریبه ځمکه کروکي کړه.
په دغه کروکي کې د ولسوالۍ د تعمیر ساحه او د ځمکې حدود او د نورو ادارو مشخصات د مهندسۍ او تخنیکي نقشې مطابق طرح او رسم شول.
د کور او ښار جوړولو وزارت په ټولو ښاري پلانونو کې د دولتي ادارو لپاره ساحې او مشخصات په پام کې نیولې دي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
پته: دریم مکروریان، ازادي مطبعه ته مخامخ، د کور او ښار جوړولو وزارت.