د ساختماني او استوګنیزو نقشو د وېزې تخنیکي کمېسیون لومړنۍ غونډه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۳:۵۹
معینیت مسکن

۱۴۴۶/۱۲/۲۱

د ساختماني او استوګنیزو نقشو د وېزې تخنیکي کمېسیون خپله لومړنۍ غونډه د کور جوړولووزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائزپه مشرۍ د یاد کمېسیون د غړو رییسانو او آمرینو په شتون کې ترسره شوه.

په پیل کې، محترم معین د خپلو خبرو پر مهال د کمېسیون د غړو تر منځ د لا ډېرې همغږۍ او د چارو د چټکتیا پر اړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې له دې وروسته باید د نقشو د ارزونې، کتنې او تائید پروسه له ځنډ سره مخ نه شي.

نوموړي څرګنده کړه، چې یاد کمېسیون به له دې وروسته په منظم ډول دوامداره غونډې ولري او هغه پروژې چې له داخل یا بهر څخه کمېسیون ته راجع کېږي، باید ژر تر ژره وڅېړل شي او پرې تصمیم ونیول شي.

د غونډې ګډونوالو هم د کار د بهیر د چټکتیا، د نقشو د تائید او تصدیق اړوند خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل، هغوی ټینګار وکړ چې د نقشو د ارزونې بهیر باید د ټاکل شوي چک ‌لېست له مخې ترسره شي، ترڅو له هر ډول ځنډ او خنډ څخه مخنیوی وشي.

یادولو ده چې له دې وروسته به د امارتي او شخصي ساختماني او استوګنیزو نقشو د ارزونې، کتنې او تائید چارې د همدې تخنیکي کمېسیون له خوا ترسره کېږي.

دغه کمېسیون د کور جوړولووزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا معینیت په غوښتنه  او دکور او ښار جوړولو وزارت د  محترم مقام د منظورۍ پر بنسټ نوې جوړ شوی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۲۱
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونو او قانوني مراحلو تر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۵۳
Background image

د دایمي مېشتېدنې پروګرام چټک روان دی؛ د ځمکو وېش ۴۹ زره کورنیو ته ورسېد

 ۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې شنبې په ورځ د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۸۱۸ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او لاسلیک شو.

یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت