د ټولنې پرمختګ لپاره تعهد، تخصص او دیانت ته اړتیا ده، چې باید مسؤلین یې ولري

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۱۴:۴۶
..

۱۴۴۵/۵/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د مرکزي ریاستونو او دویمو واحدونو ترمنځ د چارو همغږۍ، انسجام او پرمختګ په موخه دوه ورځنی علمي سمینارپه پای غونډه کې ګډون وکړ.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني وویل، د یوې ټولنې پرمختګ لپاره تعهد، تخصص او دیانت ته اړتیا ده چې باید ټول مسؤلین یې ولري.

نوموړي ګډونوالو ته په وینا کې وویل، که چارو ته پاملرنه ونه شي، ښایي کوچنۍ ستونزې د لویو کارونو پر وړاندې خنډ وګرځي.

هغه وویل، ښایي ځینې چارې ټکنۍ وي، خو په وینا یې باید د لامل په پیدا کولو او په له منځه وړلو کې یې هڅې وشي.

ښاغلي سرپرست وزیر د وزارت ټولو کار کوونکو ته په خطاب کې وویل، له کلونو لوټلی ولس چې کونډې، یتیمان او معیوبین لري درپه غاړه دي چې باید خپل ځانونه مسؤل وګڼۍ او د دوی د پرمختګ لپاره لاس په کار شئ.

محترم حمدالله نعماني زیاته کړه، امارت د ټول کور او شمله ده، چې باید په هسک او سیال ساتلو کې یې هڅې لا جدي شي.

ښاغلي نعماني وویل، ادارو کې دیني عالم، انجنیر او نور مسلکي کسانو ترمنځ باید توپیر ختم شي او ټولو ته احساس ورکړل شي چې د دې خاورې مالک دي.   

دغه راز د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د زونونو د پراختیا معینیت محترم سرپرست مولوي روح الله احمدي د چارو همغږۍ، انسجام او پرمختګ په موخه هر اړخیزه وینا وکړه.

ښاغلي مولوي احمدي وویل، د چارو په ترسره کولو کې اشخاص نه، بلکې د الله رضا هدف وګرځوئ او دنده چې یو ستر مسؤلیت دی په سمه توګه سرته ورسوئ.

په یاد سمینار کې د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند مسؤلیتونو، تګلارو او پلانونو په تړاو هر اړخیزې خبرې وشوې او په دویمه ورځ د یو پېنل له مخې د محترمو ولایتي رئیس صاحبانو پوښتنو او سوالونو ته جوابونه ورکړل شول.

موخه دا وه چې څنګه کېدای شي د کور او ښار جوړولو وزارت ولایتي ریاستونه خپلې چارې د اړتیا له مخې او د قانون په رڼا کې سرته ورسوي.

تمه ده چې دا او دې ته ورته نورې علمي او تخنیکي برنامې به وکولای شي د کور او ښار جوړولو وزارت اړوندو ریاستونو چارې په مرکز او ولایتونو کې لا ګړندۍ او ولس ته د ښه خدمت جوګه شي.

-----------------------------------------

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۵۷
Background image

د لوګر پوهنتون د خوړنځای او غونډو تالار جوړېدل بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۱۴۴۸/۱/۱۲

د لوګر پوهنتون په داخل کې د خوړنځای او د غونډو تالار د جوړولو چارې بشپړې او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یادو ودانیزو چارو نقشې د کور او ښار جوړولو وزارت د لوګر ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۰:۵۵
Background image

د کابل ښار او شکردرې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د صنعتي فعالیتونو له وضعیت څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري تخلفاتو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست د رسېدنې او عامه پوهاوي آمریتونو موظفو ټیمونو د کابل ښار د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

د بغلان د ډنډغوري ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ‌اس ریاست تخنیکي ټیم د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د پراختیایي ساحې د دویمې برخې د توپوګرافي سروې چارې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت