د هرات ولایت ماسټر پلان د تطبیق په موخه رسماً د هرات محترم والي ته وسپارل شو
۱۴۴۸/۲/۲۷
د هرات ولایت د منظمې، انډولیزې او دوامداره ښاري پراختیا لپاره جوړ شوی ماسټر پلان، د اسلامي امارت د ریاسةالوزراء محترم اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر، د ریاسة الوزرا محترم اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالسلام حنفي او د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له لوري په رسمي ډول د هرات محترم والي شیخ نوراحمد اسلامجار ته د تطبیق په موخه وسپارل شو.
د هرات ولایت ماسټر پلان د سپارلو په دغه مراسمو کې، د یادو چارواکو ترڅنګ، د اسلامي امارت د محترمې کابینې یو شمېر غړو، د ټولګټو محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د کانونو او پټرولیم محترم وزیر الحاج ملا هدایتالله بدري، د اوبو او انرژۍ محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخوند، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ محترم وزیر ملا عبدالواحد فضلي، د هرات محترم والي شیخ نوراحمد اسلامجار، د افغانستان برېښنا شرکت محترم رئیس الحاج ملا عبدالحق همکار، د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت محترم معین ملا فیضالله جمال او یو شمېر نورو مسؤلینو او مخورو هم ګډون کړی وو.
دا سند، د هرات ښار د ښاري پراختیا تر ټولو مهم ستراتیژیک چوکاټ بلل کېږي، چې د لنډمهال، منځمهال او اوږدمهال پرمختګ مسیر ټاکي او د ښاري پراختیا د اغېزمن مدیریت لپاره بنسټیزه زمینه برابروي.
دا ماسټر پلان په (۱۶۲۶۷۲) هکتاره ځمکه یا په اصطلاح (۱۶۲۶) کیلو متر مربع مساحت کې تطبیق کېږي، چې د هرات ښار اوسنی او راتلونکی مساحت په کې شامل دی.
په دې ماسټر پلان کې د هرات ښار اوسنۍ او راتلونکې اړتیاوې په بېلابېلو برخو کې په پام کې نیول شوې دي، چې په کې د بېلابېلو تراکمونو استوګنیزې سیمې، سوداګریزې ساحې، مختلطې سیمې، صنعتي، اداري، تعلیمي، روغتیايي، لوژستیکي، تفریحي او کرنیزې ساحې، د ښاري ترانسپورټ شبکې، شنې سیمې او همدارنګه تاریخي او فرهنګي ساحې شاملې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د دې سترې طرحې پر اهمیت ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې د هرات د نوي ماسټرپلان عملي کېدل به د اقتصادي ودې، د کورنیو او بهرنیو پانګونو د جذب، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو، د ښاري زیربناوو د پراختیا او د هېواد د مهم فرهنګي، تاریخي او اقتصادي مرکز په توګه د هرات ښار د لا پیاوړتیا لامل شي.
د ماسټر پلان په عملي کېدو سره به د هرات ښار د بېنظمې پراختیا مخنیوی، د ځمکې د مناسبې استفادې زمینه برابرول او د اوسنیو او راتلونکو ښاري اړتیاوو لپاره د اوږدمهاله پلان له مخې د خدماتو او زیربناوو پراختیا اسانه شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر وايي، د ولایتونو لپاره د ماسټر پلانونو ترتیب او د هغو عملي کېدل د هېواد د متوازن ښاري انکشاف، د ښاري نظم د ټینګښت او د خلکو لپاره د معیاري او مناسبو استوګنیزو او خدماتي چاپېریالونو د رامنځته کولو په برخه کې مهم ګام دی.
د هرات ولایت ماسټر پلان په داسې مهال د تطبیق په موخه سپارل کېږي چې د دغه تاریخي او مهم اقتصادي ولایت د نفوس او ښاري فعالیتونو د زیاتوالي له امله د راتلونکې ښاري پراختیا لپاره منظمې او اوږدمهالې طرحې ته اړتیا ورځ تر بلې په ډېرېدو وه.
