د هرات د اوو ناحیو د لا غوره جوړولو پلان و ارزول شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۳/۵ - ۱۲:۱۶
 mvnm,

۱۴۴۳/۱۰/۲۵

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست مولوي حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د هرات ولایت د ښاروالۍ د حکومتولۍ رییس ښاغلي جاوید مایار سره وکتل.

په دغه لیدنه کې د هرات د اوو ناحیو د لا غوره جوړولو په اړه د هرات ښاروالۍ پلان و ارزول شو.

په ناسته کې د هرات د ښاروالۍ د حکومتولۍ رییس ښاغلي جاوید مایار وویل، دوی د اروپایي ټولنې په همکارۍ د یادو اوو ناحیو د لا غوره جوړولو پلان بشپړ کړی او دمګړۍ د اته نورو ناحیو د لا غوره جوړولو پر پلان کار روان دی.

جاوید مایار زیاته کړه چې د دغه پلان په ترتیب کې د ټولو اړوندو ادارو نظرونه او وړاندیزونه په پام کې نیول شوي دي.

ناسته کې یادونه وشوه چې د لومړي ځل لپاره د هرات د ناحیو د لا غوره جوړولو پلان په معیاري او علمي بڼه چمتو شوی چې د دغه پلان په ترتیب کې داخلي او بهرنیو متخصصینو ونډه اخیستې ده.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست مولوي حمدالله نعماني یاد پلان یو ښه پرمختګ وباله او د ورته پلانونو جوړول یې د هرات او نورو ښارونو د لا پرمختګ او ښاري وضعیت د ښه کېدو لپاره مهم وباله.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت هڅه کوي چې ښارونه د وخت سره سم په معیارونو برابر او وسایلو سمبال کړي ترڅو د هېوادوالو شته ستونزو او اړتیاوو ته مثبت ځواب ووایي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 اونی 3 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۵:۲۴
Background image

په میدان وردګ کې د پوهنتون د سړکونو او پلې لارو د پروژې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۴/۲۶

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د پوهنتون اړوند د سړکونو او پلې لارو د پروژې له روانو کارونو څخه لیدنه وکړه او د انجینري معیارونو پر دقیق تطبیق یې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات له جامع جومات او د سپاچ پروژې له پیل څخه لیدنه وشوه

۱۴۴۷/۴/۲۶

هرات کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت له جامع جومات څخه لیدنه وکړه.

ښاغلی انجنیر اکبري وایي، دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

په هرات ولایت کې د  ۰۵کندک  عامه امنیت اړوند جومات له ودانیزو چارو څارنه وشوه

1447/04/26

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ګذره ولسوالۍ په ۰۵کندک  کې د جوړېدونکي جومات له ودانیزو چارو څارنه. . .

BACK TO NEWS