د نوي کابل ښار د پراختیا بهیر چټک شوی؛ زیربنایي چارې شپه او ورځ دوام لري

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۲۰
کابل جدید سړک

۱۴۴۸/۴/۱۸

د نوي کابل ښار د پراختیا په موخه د بنسټیزو زیربنایي پروژو عملي چارې په بېلابېلو برخو کې په چټکۍ سره روانې دي او د پروژو د چارو د ژر بشپړېدو په موخه ساختماني فعالیتونه د شپې او ورځې په څو کاري پړاوونو کې دوام لري.

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تر مدیریت لاندې، په ګڼو سړکونو او نورو بنسټیزو برخو کې ساختماني فعالیتونه په منظم ډول پرمخ وړل کېږي، څو د ښار د اوسنیو او راتلونکو پراختیايي سیمو لپاره اړینې ترانسپورتي او زیربنایي اسانتیاوې په مناسب وخت کې برابرې شي.

د چارو د چټکتیا اصلي موخه دا ده چې د سړکونو او نورو بنسټیزو تاسیساتو د جوړولو فعالیتونه د ژمي او یخنۍ موسم له رارسېدو وړاندې تر ممکنه کچې بشپړ شي، څو د هوا د سړېدو له امله په ساختماني چارو کې د ځنډ مخه ونیول شي او د خلکو د تګ ‌راتګ او نورو ښاري اړتیاوو لپاره لازمې اسانتیاوې ژر برابرې شي.

د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تخنیکي معاونیت او اجرائیوي مسؤلین په ساحه کې د پروژو د پرمختګ بهیر له نږدې څاري او د کاري شفټونو د زیاتوالي ترڅنګ د ساختماني چارو د کیفیت، تخنیکي معیارونو او منظور شوو پلانونو د پلي کېدو څارنه هم کوي.

د دغو بنسټیزو پروژو بشپړېدل به د نوي کابل ښار د منظمې پراختیا ترڅنګ، د ښار په پراختیايي سیمو کې د اوسېدونکو او مراجعینو لپاره د تګ‌ راتګ او نورو ښاري اړتیاوو د پوره کېدو په برخه کې مهمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۲۰
Background image

د نوي کابل ښار د پراختیا بهیر چټک شوی؛ زیربنایي چارې شپه او ورځ دوام لري

۱۴۴۸/۴/۱۸

د نوي کابل ښار د پراختیا په موخه د بنسټیزو زیربنایي پروژو عملي چارې په بېلابېلو برخو کې په چټکۍ سره روانې دي او د پروژو د چارو د ژر بشپړېدو په موخه ساختماني فعالیتونه د شپې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۵
Background image

په ټول هېواد کې له ۷۳ زرو ډېرو راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې وېشل شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۳۹
Background image

د میدان وردګ د جنوب ختیځ ښارګوټي د فاضله اوبو د تصفیې خونې پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۴/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار اړوند د جنوب ختیځ ښارګوټي د فاضله اوبو د تصفیې خونې پلان لاسلیک کړ.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت