د نوي کابل ښار د پراختیا بهیر چټک شوی؛ زیربنایي چارې شپه او ورځ دوام لري
۱۴۴۸/۴/۱۸
د نوي کابل ښار د پراختیا په موخه د بنسټیزو زیربنایي پروژو عملي چارې په بېلابېلو برخو کې په چټکۍ سره روانې دي او د پروژو د چارو د ژر بشپړېدو په موخه ساختماني فعالیتونه د شپې او ورځې په څو کاري پړاوونو کې دوام لري.
د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تر مدیریت لاندې، په ګڼو سړکونو او نورو بنسټیزو برخو کې ساختماني فعالیتونه په منظم ډول پرمخ وړل کېږي، څو د ښار د اوسنیو او راتلونکو پراختیايي سیمو لپاره اړینې ترانسپورتي او زیربنایي اسانتیاوې په مناسب وخت کې برابرې شي.
د چارو د چټکتیا اصلي موخه دا ده چې د سړکونو او نورو بنسټیزو تاسیساتو د جوړولو فعالیتونه د ژمي او یخنۍ موسم له رارسېدو وړاندې تر ممکنه کچې بشپړ شي، څو د هوا د سړېدو له امله په ساختماني چارو کې د ځنډ مخه ونیول شي او د خلکو د تګ راتګ او نورو ښاري اړتیاوو لپاره لازمې اسانتیاوې ژر برابرې شي.
د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تخنیکي معاونیت او اجرائیوي مسؤلین په ساحه کې د پروژو د پرمختګ بهیر له نږدې څاري او د کاري شفټونو د زیاتوالي ترڅنګ د ساختماني چارو د کیفیت، تخنیکي معیارونو او منظور شوو پلانونو د پلي کېدو څارنه هم کوي.
د دغو بنسټیزو پروژو بشپړېدل به د نوي کابل ښار د منظمې پراختیا ترڅنګ، د ښار په پراختیايي سیمو کې د اوسېدونکو او مراجعینو لپاره د تګ راتګ او نورو ښاري اړتیاوو د پوره کېدو په برخه کې مهمې اسانتیاوې رامنځته کړي.
