د نورستان اداري او حسابدارۍ انسټیټوټ ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د نورستان ولایت په مرکز کې اداري او حسابدارۍ انسټیټوټ ودانۍ د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارله.
دا دوه پوړیزه ودانۍ پر ۲۲۲۲ متر مربع ځمکې د ۱۹ مېلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له پرمختیايي بودجې څخه جوړه شوه.