د ميدان وردګ د بهسودو ولسوالي اداري کمپلکس ورغول شو

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۱ - ۱۰:۲۴
ميدان وردګ

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ثبات تحکيم برنامې له لارې د ميدان وردګ ولايت د بهسودو ولسوالۍ اداري کمپلکس جوړولو چارې بشپړې کړې.

دا ودانۍ په ۴۹۰ متر مربع ځمکه کې په درې پوړيز ډول د دولت له انکشافي بوديجې څخه په ۱۷ ميليونه ۷۰۰ زره افغانيو ورغول شوه چې ۱۷  کاري خونې، يو د غونډو تالار، يو پخلنځای، يو ګودام او ۹ بابه تشنابونه لري.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ثبات تحکيم برنامې له پيل راهېسې تر اوسه د هېواد په ګڼو ولايتونو کې ۱۲۹ بېلابېلې دولتي اداري ودانۍ رغولي او په دې سره يې د دولتي ادارو د ظرفيت په لوړولو کې اغېزناکه ونډه اخېستې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۲۳
Background image

په پنجشیر ولایت کې د زندان د ودانیزو چارو له جریان څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۴

د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې تخنیکي ټیم د زندان د ودانیزو چارو له جریان څخه څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۵۸
Background image

د تاریخي ابداتو او لرغونو سیمو د تثبیت په موخه زنده‌جان او غوریان ولسوالیو ته سفر ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د پخوانیو ښارونو او تاریخي آبداتو د ساتنې ریاست تخنیکي ټیم له لوري د هرات ولایت د زنده‌جان او غوریان ولسوالیو ته د تاریخي آبداتو او لرغونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۲۶
Background image

په بغلان ولایت کې د راستنو شویو مهاجرینو د اتحاد (صلح) ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ اړوند د خواجه الوان دښتې په سیمه کې د راستنو شویو مهاجرینو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت