د مخکینۍ مشرانو جرګې د شنې ساحې او د روغتیایي کلینیک د ودانۍ براورد بشپړ شو
۱۴۰۱/۰۱/۰۲
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مخکینۍ مشرانو جرګې د شنې ساحې ، روغتیایي کلینیک او د ۴۵ متره سیپټیک څاه براورد بشپړ کړ.
د هغه پروژو چې د مخکینۍ مشرانو جرګې په سیمه کې سنجش او براورد شوي ، کاري حجم او د کار وخت یې مشخص شوی دی.
دغه راز د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کابل نندارې د ودانۍ فعالیت ، د استقلال ښارګوټي د پلان سایټ او په هرات کې د طب پوهنځي براورد کړی دی.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هغه براوردونو او سنجشونو کې چې دوی یې کوي ټول تخنیکي او چاپیریالي معیارونه په پام کې نیسي او د پلې کېدونکو پروژو څخه د همدغه براورد او سنجش پر اساس څارنه کوي.