د قطر او نیله باغ هستوګنيزو ښارګوټو د عملي چارو له وضعیت لیدنه وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۵:۵۶
قطر و نیله باغ

۱۴۴۶/۲/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانيزو چارو او د برنامو د پراختیا مرستیال ښاغلي الحاج محمد اسماعیل فائز د نیله باغ او قطر هستوګنيزو پروژو د عملي چارو له وضعیت لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې چې د قطر او نیله باغ پروژې مسؤل انجنیر عبدالوهاب صدیقي او د وزارت نورو تخنیکي او مسلکي کار کوونکو یې ملتیا کوله، ښاغلي مرستیال د دواړو ښارګوټو بېلا بېلې برخې له نږدې و کتلې او د یادو پروژو مسؤلینو او انجنیرانو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

ښاغلي فائز زیاته کړه، د دواړو پروژو د پرمختګ کارونه د قناعت وړ دي او مسؤلین یې و هڅول تر څو د یادو پروژو د بشپړېدو چارې لا ګړندۍ کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ټولو دولتي او خصوصي پروژو څخه لیدنه کوي، تر څو کارونه یې د نقشې مطابق او په معیار برابرې سرته و رسیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۱۵
Background image

په هرات ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۵

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د تورغونډۍ ګمرک د مسجد شریف د ودانیزو چارو څخه څارنه وکړه.

ښاغلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په میدان وردک کې د سید آباد ولسوالۍ د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۵

د میدان وردک ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سید آباد ولسوالۍ د مسجد شریف د ودانیزو چارو څخه څارنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۳۵
Background image

په غزني ولایت کې د عامې روغتیا ریاست د احاطې دیوال له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۵/۱۵

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د عامې روغتیا ریاست د احاطې د دیوال او سایبان د جوړولو له پروژې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ اونی 3 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت