د فاریاب ولایت د دولت اباد ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي اصلاحي پلان لاسلیک شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۱:۲۷
فاریاب

۱۴۴۸/۶/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د فاریاب ولایت د دولت‌ اباد ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي اصلاحي پلان لاسلیک کړ.

دغه پلان د ۲۱۱۷ جریبه ځمکې په مساحت کې ترتیب شوی، چې په ټولیز ډول پکې د استوګنې ۴۷۸۴ نمرې په پام کې نیول شوې دي.

د یاد ښارګوټي په تفصیلي اصلاحي پلان کې د استوګنې ترڅنګ د عامه، ښوونیزو، روغتیايي، سوداګریزو او خدماتي اړتیاوو لپاره بېلابېلې ساحې ځانګړې شوې دي.

 په دې برخو کې جوماتونه، مدرسې، وړکتونونه، لومړني ښوونځي، لېسې، عیدګاه، روغتون، د فاضله اوبو د تصفیې مرکز، د اوبو زېرمې، سوداګریز مارکېټونه، د ترانسپورټ ترمینل او اداري ساحې شاملې دي.

د یاد پلان په ترتیب کې د ښارګوټي د اوسېدونکو د استوګنیزو او ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو، د عامه خدمتونو د برابرولو او د بېلابېلو ښاري کاربریو د منظم تنظیم لپاره لازمې ساحې په پام کې نیول شوې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۱:۲۷
Background image

د فاریاب ولایت د دولت اباد ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي اصلاحي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۶/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د فاریاب ولایت د دولت‌ اباد ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي اصلاحي پلان لاسلیک کړ.

دغه پلان د ۲۱۱۷ جری. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۰:۱۰
Background image

د خوست ولایت د مهاجرینو ښارګوټي ۱۱۲۵ جریبه ځمکې تفصیلي اصلاحي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۶/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د خوست ولایت د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي اصلاحي پلان لاسلیک کړ، چې په ۱۱۲۵ جریبه ځمکه کې ترتیب شوی دی.

دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۳:۴۵
Background image

د بغلان ولایت د دشت الوان د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شو

۱۴۴۸/۶/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د بغلان ولایت د دشت الوان د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

یاد ښارګوټی د سروې او ښاري پلان. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت