د غزني ښار د لومړي پلان په سیمه کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۶
غزني

۱۴۴۷/۹/۲۲

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري، د غزني ښار د لومړي پلان په سیمه کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو.

دغه چاره د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د انکشافي پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ ترسره شوه.

د ښاري تخلفاتو د رسېدنې ټیم د غزني ولایت د مرکز اړوند د لومړي پلان په ساحه کې د «خواجه علي» مارکېټ څخه لیدنه وکړه.

د یادې څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د مارکېټ فلزي پوښ (پیک) د پلي‌لارو پر سر غځول شوی، چې دا کار د ښاري اصولو او منظور شوي پلان خلاف بلل کېږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت، د تخنیکي ټیم له لوري د یاد مارکېټ مالک ته لازمې لارښوونې وشوې او ترې وغوښتل شول چې روان کارونه ژر تر ژره ودروي او خپلې چارې د منظور شوي پلان مطابق تنظیم او ترسره کړي.

د ښاري تخلفاتو د رسېدنې ټیم ټینګار وکړ چې د ښار د منظم پرمختګ او د پلي‌لارو د خوندیتوب لپاره به دا ډول څارنې دوام ولري.

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ټولو هېوادوالو غواړي، چې ښاري او ودانیز اصول او مقررات مراعت کړي او له خپلسرو کړنو څخه ډډه وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۴
Background image

په کونړ کې د مهاجرینو لپاره د دوهم ښارګوټي تفصیلي پلان بشپړ او د ځمکو د نمرو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۴۴۸/۳/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د سرکاڼو ولسوالۍ د پشد سیمې په نوي پلان شوي ښارګوټي کې راستنېدونکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۳۹
Background image

په فراه کې د مهاجرینو ښارګوټي توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۳/۹

د کور او ښار جوړولو  وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د فراه ولایت د فراهرود ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د ځمکې توپوګرافي سروې په بریالیتوب سره بشپړه کړه.

یاده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۲۷
Background image

د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د استقلال ښارګوټي له ساختماني چارو څارنه وکړه

۱۴۴۸/۳/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول، ښاري سرغړونو ته د رسېدنې او لابراتوار عمومي ریاست د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د استقلال ښارګوټي د پروژې له ساختماني چارو څخه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت