د غزني ولایت د پوهنتون لیلیې د هنگر د اساسي ترمیماتو له چارو څخه نظارت ترسره شو
۱۴۴۸/۱/۸
د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د پوهنتون د لیلیې د هنگر د اساسي ترمیماتو له چارو څخه نظارت ترسره شو.
د ترسره شوي نظارت له مخې، د یادې پروژې رغنیزې چارې ۱۰۰ سلنه بشپړې شوي او پروژه د وروستي برآورد (ثانوي برآورد) د ترسره کېدو په موخه د غزني ولایت د پوهنتون محترم ریاست ته راجع شوې ده.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د پوهنتون لیلیې د هنگر وضعیت ښه شي او د اړینو خدماتو وړاندې کولو لپاره به مناسبې اسانتیاوې برابرې شي.
