د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ د تجارتي مارکېټ د جوړولو له پروژې څخه نظارت ترسره شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۹:۱۰
بدخشان

۱۴۴۸/۱/۸

د بدخشان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د بهارک ولسوالۍ د تجارتي مارکېټ د جوړولو له روانو چارو څخه نظارت ترسره شو.

د یادې پروژې ودانیزې چارې تر دې مهاله ۷۵ سلنه فزیکي پرمختګ کړی دی.

د ساحوي نظارت پر مهال څرګنده شوه چې د ودانۍ د داخلي پلستر کولو چارې بشپړې شوې او همدارنګه د ودانۍ د فلزي دروازو د نصب چارې هم روانې وې.

د تخنیکي ټیم د ارزونې له مخې، د پلستر کارۍ په جریان کې یو شمېر نیمګړتیاوې موجودې وې، چې پکې د ناسم ډول شګو کارول او د نورم مطابق د پلستر شوې برخو د لندولو نشتوالی شامل و.

د نظارت په پایله کې اړوندو مسؤلینو ته لازمې تخنیکي سپارښتنې وشوې، ترڅو د کار په ټولو مرحلو کې له معیاري ساختماني موادو کار واخیستل شي او د پلستر کولو د پروسې اصول په دقیق ډول رعایت شي.

ټاکل شوې ده چې د یادو سپارښتنو په عملي کولو سره د پروژې پاتې چارې د معیارونو مطابق بشپړې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۲۲
Background image

د کابل ښار څلورمې ناحیې په تایمني تعدیلي پروژه کې څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري تخلفاتو ته د مخنیوي لوی ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د خپلو دوامداره څارنو په لړ کې د کابل ښار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۰
Background image

د کابل – بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا محترم عمومي ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم د کابل–بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو  چارو له روان بهیر تخنیکي څارنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۰:۵۱
Background image

د امارتي مطبعې، صکوکو او ضرابخانې د محوطې د توپوګرافي سروی بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروی او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم له لوري د کابل ولایت په مرکز کې د امارتي مطبعې، صکوکو او ضرابخانې د محوطې د ۸ جریبه ځمکې د توپوګرافي سروی چارې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت