د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د نوي عمومي روغتون د جوړولو له چارو څخه څارنه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۲:۲
zabul

۱۴۴۸/۱/۸

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي انجینرانو د ارغنداب ولسوالۍ د سیاه ‌ګز په سیمه کې د نوي عمومي روغتون  د جوړولو له روانو چارو څخه څارنه او لیدنه ترسره کړه.

یاد روغتون چې د زابل ولایت د عامې روغتیا ریاست اړوند پروژه ده، اوسمهال یې د احاطوي دېوال د تهداب کیندنې او د ساحې د پاک‌کارۍ چارې روانې دي.

د څارنې پر مهال د پروژې د پرمختګ، د ترسره کېدونکو چارو د کیفیت او د ساختماني فعالیتونو د معیاري تطبیق بهیر وارزول شو او د پروژې له بېلابېلو برخو څخه نږدې تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د پروژې د معیاري او اغېزمن تطبیق په موخه، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، ترڅو ټولې چارې د منظور شوې نقشې، د کاري حجمونو د اټکل، تدارکاتي شرطنامې او نافذه انجینري معیارونو له مخې پلې کړي.

د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې مهمې اسانتیاوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت