د غزني ولایت د عیدګاه جومات د دیوال د سنګ‌کارۍ چارو څخه تخنیکي لیدنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۴۳
غزنی

۱۴۴۷/۰۶/۲۷

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس په وینا، د یاد ریاست اړوند تخنیکي ټیم د غزني ولایت د عیدګاه جومات د دیوال د سنګ‌کارۍ له روانو چارو څخه تخنیکي لیدنه ترسره کړه.

د یادې لیدنې پر مهال، د هوا د یخوالي له امله قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو د یخ وهلو د مخنیوي لپاره اړین تدابیر ونیسي او د ودانیزو چارو کیفیت خوندي وساتل شي.

همدارنګه، د تخنیکي ارزونې پر مهال څرګنده شوه چې هغه کانکریټ چې د سنګ‌کارۍ پر سر اچول شوی، د کرش (جغل) مقدار پکې کم دی.

له همدې امله، پرېکړه وشوه چې یاد کانکریټ تخریب او د لازم تدابیرو تر نیولو وروسته، د ټاکل شوي مارک مطابق، د نظارت کوونکي انجنیر تر مستقیم نظر لاندې بیا ځلي واچول شي، تر څو کارونه د معیارونو سره سم او په معیاري ډول ترسره شي.

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تاریخي او دیني ودانیو د ساتنې، بیا رغونې او معیاري جوړښت په موخه، د ساختماني پروژو دوامداره تخنیکي څارنه کوي، د عیدګاه جومات د دیوال د سنګ‌کارۍ پروژه هم د همدې هڅو برخه ده، چې موخه یې د یاد تاریخي عبادت‌ځای ساتنه او پیاوړتیا ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۲:۴۹
Background image

د اسلامي نظام د اهمیت او ملاتړ په اړه سیمینارونه ترسره شول

۱۰/۰۸/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړلو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د اسلامي نظام د اهمیت او ملاتړ په اړه د دې وزارت کارکوونکو ته سیمینارونه ترسره کړل.

دا سیمینارونه د کور او ښار جوړولو وزارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۰:۵۸
Background image

په کابل ښار کې د اتمې ناحیې د دوه سوه فامیلیو ساحې جامع مطالعات بشپړ شول

۱۴۴۷/۰۸/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت په لارښوونه د کابل ښار د اتمې ناحیې د دوه سوه فامیلیو ساحې جامع، علمي، تخنیکي او ټولنیز مطالعات په بریالیتوب سره بشپړ شول.

یاد مطالعات د ساحې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۵:۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د ۹۲ صحي مراکزو د ملکیت تثبیت چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۰۸/۰۹

د میدان وردګ ولایت د عامې روغتیا ریاست او د ولایت د محترم مقام په همغږۍ او د کور او ښار جوړولو ریاست د استازي په ګډون، د یو ګډ تخنیکي پلاوي له لوري په ۸ ولسوالیو او مرکز. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت