د صلح او خواجه الوان کډوالو د ښارګوټو د سطحي او تر ځمکې د لاندې اوبه وڅېړل شوې
۱۴۴۵/۶/۲۸
د بغلان ولایت د کور اوښار جوړولو رئیس محترم مولوي محمد داود نقشبندي وایي، په دې ولایت کې د صلح او خواجه الوان د کډوالو د ښارګوټو سطحي او تر ځمکې د لاندې اوبه یې وڅېړلې.
په بغلان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست په مشرۍ، د ولایت د محترم مقام، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو او د اوبو رسولو د امریت په ګډون یو هیئت ټاکل شوی و، چې په یاد ولایت کې د کډوالو د صلح او خواجه الوان ښارګوټو سطحي او تر ځمکې لاندې اوبو څېړنه وکړي.
یاده څېړنه، د اوبو د تامین لپاره شوې، تر څو د یادو ښارګوټو اوبه په سمه توګه استعمال او د ښارګوټو اوسېدونکي د اوبو له کمښت سره مخامخ نه شي.
____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.