د زرنج ښار د سړکونو د پخولو له پروژې څارنه وشوه
۱۴۴۵/۱۰/۲۰
د کور او ښار جوړولو وزارت د سړکونو او ساختماني پروژو له چارو څارنه کوي تر څو د پروژو چارې په لوړ کیفیت تر سره شي.
د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وايي، د خپلو کړنو په دوام یې د زرنج ښار د سړکونو د پخولو له پروژې څارنه کړې ده.
د نوموړي په وینا، د دې ریاست تخنیکي ټیم د دې پروژې د کار د کیفیت تر څنګ ساختماني مواد هم وازمایل تر څو یې له معیاري توب نه مطمئین شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیمونه په مرکز او ولایتونو کې د ساختماني پروژو څخه څارنه کوي، تر څو یې چارې په انجنیري معیارونه برابرې تر سره شي.