د خوښۍ خبر

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۲/۵ - ۱۳:۶
CVFG

۱۴۴۳/۰۹/۲۴

د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي کمېسیون د ښارجوړولو او ځمکو وزارت هغه وړاندیز د تایید او تطبیق وړ وباله، چې له مخې یې د بیجینګ-ننګرهار ساختماني او تولیدي شرکت له لوري د پېروزي ښارګوټي پروژې اړوند صنعتي پارک کې «150» کوچنۍ او منځنۍ فابریکې جوړېږي.

دغه چاره به ډېر ژر لاسلیک او پرانستل شي  چې په کې به شاوخوا (۲۱۵) میلیونه ډالر پانګونه وشي.

د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د ښار جوړولو او ځمکو وزارت اړوند دا لومړنۍ لاسته راوړنه ده چې په کابل کې ترلاسه کېږي.

په دغه پروژه کې به (۱۳۶۰۰) هېوادوالو ته د دایمي کار کولو زمینه او د (۳۰۰۰۰) کسانو لپاره به په غیر مستقیمه توګه د کار کولو زمینه برابره شي ، ملي اقتصاد به ورسره پیاوړی شي ، په بازار کې به د تولیدي جنسونو بیې راټیټې شي او د دولت لپاره به عواید ترلاسه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۸
Background image

ارزګان ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د عامه تاسیساتو او سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۷/۱

د ژمي موسم راتګ له رارسېدو او د هوا له سړېدو سره، چې ورسره ورسره د مهاجرینو لپاره د دایمي اوسېدو د زمینې برابرېدو په پار هڅې ګړندۍ شوې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۲
Background image

د نیمروز ولایت په هغه سیمو کې چې د بهسازۍ پلان ورته جوړېږي، په تړاو یې خلکو ته پوهاوی ورکړل شو

۱۴۴۷/۷/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، نیمروز ولایت ته یو هیئت واستو، ترڅو د ځینو اړمنو سیمو لپاره د بهسازۍ پلانونو چمتو شي.

نیمروز ولایت کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۱:۳۷
Background image

په ارزګان ولایت کې د ښاري سرغړونو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۷/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د مرکز ترینکوټ اړوند د ټولو ناحیو ودانیو څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت