د خوښۍ خبر
۱۴۴۳/۰۹/۲۴
د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي کمېسیون د ښارجوړولو او ځمکو وزارت هغه وړاندیز د تایید او تطبیق وړ وباله، چې له مخې یې د بیجینګ-ننګرهار ساختماني او تولیدي شرکت له لوري د پېروزي ښارګوټي پروژې اړوند صنعتي پارک کې «150» کوچنۍ او منځنۍ فابریکې جوړېږي.
دغه چاره به ډېر ژر لاسلیک او پرانستل شي چې په کې به شاوخوا (۲۱۵) میلیونه ډالر پانګونه وشي.
د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د ښار جوړولو او ځمکو وزارت اړوند دا لومړنۍ لاسته راوړنه ده چې په کابل کې ترلاسه کېږي.
په دغه پروژه کې به (۱۳۶۰۰) هېوادوالو ته د دایمي کار کولو زمینه او د (۳۰۰۰۰) کسانو لپاره به په غیر مستقیمه توګه د کار کولو زمینه برابره شي ، ملي اقتصاد به ورسره پیاوړی شي ، په بازار کې به د تولیدي جنسونو بیې راټیټې شي او د دولت لپاره به عواید ترلاسه شي.